د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

په بلخ کې مخابراتي شبکې د شپې طالبان او د ورځې حکومت بندوي


ارشیف
ارشیف

د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د ورځې له خوا د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیتونه بند کړل.

په بلخ ولایت کې د طالبانو له هغې سپارښتنې وروسته چې په دغه ولایت کې یې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه ودرول، سیمه ییزې حکومتي ادارې د دغه اقدام په غبرګون د ورځې له خوا د مخابراتي شبکو فعالیتونه ودرول.

د بلخ د سیمه ییزو چارواکو په خبره، دغه کار به تر هغې پورې دوام وکړي چې مخابراتي شبکې د شپې له خوا خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، که څه هم سیمه ییزو چارواکو د یکشنبې په ورځ د دغو شبکو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د دوې د فعالیتونو پروړاندې هېڅ ګواښ نه شته او د شپې له خوا دې فعالیتونه ولري، خو هغوی دغه خبرې بابیزه وګڼلې.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد

ښاغلي فرهاد وویل: دوی اعتنا ونه کړه او ولیدل شول چې تېره شپه یې بیا خپل فعالیتونه ودرول، په همدې دلیل د بلخ سیمه ییزې ادارې په دغه ولایت کې د دوی د سیمه ییزو دفترونو تړلو ته اقدام وکړ، دغه دفترونه به تر هغې بند وي چې دوی سیمه ییزې ادارې ته لیکلې ژمنه ورکړي چې په بلخ او په تېره په مزارشریف ښار کې ۲۴ ساعته فعالیت ولري.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر مخابراتي خصوصي شبکو دوه شپې مخکې په یوه بې ساري اقدام سره په مزارشریف ښار کې د شپې له خوا مخابراتي خدمتونه بند کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دوی ځینو غړو ته د ګواښونو له امله دوی د شپې له خوا د دغو شبکو د فعالیتونو د بندېدو دستور ورکړ.

خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وایی، مخابراتي شبکو د یوې ناپېژندل شوې اړیکې پر بنسټ د شپې له خوا خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د ده په خبره، د مخابراتي شبکو دغه کار د دښمن ژرندې ته د اوبو ورکولو په معنا دی.

هڅه مو وکړه چې د روشن، اېم. ټي. اېن، افغان بیسیم او اتصالاتو د مخابراتي شبکو له مسؤلینو سره اړیکه ونیسو، خو بریالي نه شو.

اوس د مزارشریف په ښار کې یوازې دولتي مخابراتي شبکه (سلام) د ۲۴ ساعتونو لپاره فعالیت لري.

د بلخ د والي ویاند وايي، دغه شبکه د بلخ ټولو اوسېدونکو ته د تيليفوني او انټرنټي خدمتونو رسولو توان لري.

یو افغان وګړی په ټيلیفون کې د خبرو په حال کې\ اوس په مزارشریف ښار کې یوازې سلام مخابراتي شبکه کار کوي
یو افغان وګړی په ټيلیفون کې د خبرو په حال کې\ اوس په مزارشریف ښار کې یوازې سلام مخابراتي شبکه کار کوي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د بلخ سیمه ییزه اداره د دې پرځای چې د مخابراتي شبکو فعالیتونه ودروي، باید امنیت ټینګ کړي.

د ولسي جرګې غړی اسدالله شهباز وایي: د مخابراتي شبکو بندول سم کار نه دی، مخابراتي شبکې باید په ټول افغانستان کې فعالې وي، که طالبان دغه اقدام کوي، باید دولت یې مخه ونیسي، دا چې په بلخ کې یې شبکې بندې کړي، زموږ د اندېښنې وړ ده.

د افغانستان حکومت وايي، مخابراتي شبکې باید د افغانستان خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ژمنې وي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل، حکومت هڅه کوي کومې ستونزې چې په بلخ او نورو ولایتونو کې رامنځته شوي، هوارې کړي.

د ویلو ده چې مخکې له دې دغو شبکو خپل فعالیتونه د هېواد په جنوب کې هم بندول، خو اوس د دغه اقدام لمن بلخ او تر څنګ یې د کندز، تخار، جوزجان او سرپل ولایتونو ځینو سیمو ته هم غځېدلې ده.

XS
SM
MD
LG