د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

د ارزګان اوسېدونکي له طالبانو د مخابراتي شبکو د فعالیت اجازه غواړي


د ارزګان مرکز ترینکوټ
د ارزګان مرکز ترینکوټ

د ارزګان اوسېدونکي وایي، وسله وال طالبان دې مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې درې کاله کېږي چې دغلته مخابراتي شبکې تړل شوې دي.

د ارزګان اوسېدونکي وايي، د مخابراتي شبکو نه فعالیت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او پر کاروبار یې منفي اغېزې کړي دي.

په ورته وخت کې د اترا مسؤلین وايي، د مخابراتي شبکو د تړل کېدو لامل ناامني ده او وسله والو طالبانو په زور تړلي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د مخابراتي شبکو تړل د موقت وخت لپاره یادوي او هدف یې د ملکي خلکو خوندي توب بولي.

په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG