واشنګټن پوسټ: افغان جګړه په دروغو کې ګېر ده

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش جان سوپکو څرګندونو ته اشاره کړې ده ویلي یې دي افغان جګړه په دروغو کې ګېر ده.

جان سوپکو چهارشنبه کانګرس ته ویلي چې امریکايي چارواکو تل په خپلو رپوټونو کې زیاتی کړی او د یوې دروغجنې بریا په ادعا سره یې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سوپکو په حواله چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته غږېده لیکلي ستونزه دا ده چې موږ انګېزه رامنځته کړې او تقریباً ټول خلک مو په دروغ ویلو مجبوره کړي او دا چې دا حقیقت د خلکو زړه وهي.

سوپکو ځینې مسایل د دغو خبرو د اثبات لپاره د بېلګو په توګه یاد کړي د مثال په توګه هغه ویلي چې چارواکو ښوونځیو ته د تلونکو افغان ماشومانو د شمېر په اړه دروغ ویلي حال دا چې دې خبرې د بارک اوباما د ادارې د بریا یوه اصلي برخه جوړوله.

واشنګټن پوسټ په لیکنه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ادارې هم انتقاد کړی چې ولې یې د افغان جګړې د وضعیت د لا خرابېدو، د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلو د شمېر او د طالبانو د قدرت د تخمین په اړه معلومات پټ ساتلي.

تېر ډېسیمبر کې هم واشنګتن پوسټ په یوه دېرش پاڼیز راپور کې لیکلي و چې امریکایي چارواکو تل ویلي چې افغانستان پرمختګ کړی خو په اصل کې داسې نه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو یوه پخواني وزیر ویس احمد برمک ازادي راډیو ته ویلي چې د افغانستان جنګي حقایق لومړی امریکا ته روښانه و او د پېچلتیا په سبب یې لا هم دا جګړه دوام لري.

د برمک په خبره امریکا داسې یوه حال کې ده چې نه شي کولای له جنګه پښې سپکې کړي او نه هم دا جګړه ناکامه بللی شي.

خو د کورنیو چارو وزارت د واشنګټن پوسټ ورځپانې د ډېسیمبر راپور رد کړی و.

  • یورو ایشیا رویو

یورو ایشیا رویو خپرونې د افغانستان په مسلې په دې عنوان یوه مقاله لیکلي چې: "لانجمن ځای، افغانستان"

د مقالې په یوه برخه کې راغلي افغانستان له خپل جیوپولټیک موقعیت کړیږي چې په خاطر یې د سیمه ییزو قدرتونو د مخالفتونو لامل ګرځیدلی.

یورو ایشیا رویو لیکي که د افغانستان اړوند د څو وروستیو لسیزو اخلالوونکې سټراټيژي چې پاکستان یې په خاطر تورن پېژندل کېږي کافي نه وي تمامه شوې دا دی افغانستان په یوې ناکراره اسلامي حوزې بدلیږي چې کولای شي د سولې او امنیت لپاره هر ډول فرصت له لاسرسي لرې کړي.

د مقالې له مخې امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د پوځي حضور له دوام پرته بله چاره نه لري.

یورو ایشیا رویو لیکلي یوه بله اسانه لار دا ده چې د افغانستان پوځي حضور پای ته ورسول شي او دا هېواد د پاکستان په لاس د یوې بلې کورنۍ جګړې د تکرارېدو برخلیک ته پرېښودل شي.