ملي امنیت شورا: د خبرو له لارې د امریکا او ایران ترمنځ د لانجې حل ته هیله من یوو

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د افغانستان دولت هیله من دی چې د متحدایالاتو او ایران ترمنځ روانه لانجه به د خبرو له لارې حل شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ایران سفیر ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له قلمرو څخه به د هېڅ بل هېواد پرضد کار وانخیستل شي.

د ملي امنیت شورا وايي چې د ملي امنیت سلاکارحمدالله محب پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د تهران او واشنګټن ترمینځ وروستۍ لانجه به د خبرو له لارې حل شي.

په عراق کې د امریکا د پوځ په برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د ایران او متحدایالاتو په اړیکو کې کړکېچ تر پخوا لازیات پراخ شوی دی.

په عراق کې د امریکا په برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان جنرال قاسم سلیماني د جمعې په ورځ ووژل شو

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل تېره شپه له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې د محب او امینیان د کتنې پر جزییاتو رڼا واچوله.

هغه زیاته کړه: "د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې وویل چې افغانستان خپلو خلکو، ګاونډیانو او شریکانو ته ډاډ ورکوي چې خاوره به یې د هېڅ هېواد پرضد نه کارېږي او دا چې افغانستان هیله لري چې د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ لانجې د خبرو له لارې څخه حل شي."

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل

د ښاغلي فیصل په وینا د ایران سفیر د افغانستان د ښه نیت مننه وکړه.

له دې مخکې د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم هیله څرګنده کړې وه چې د سلیماني وژل کېدل به له ایران او متحدایالاتو سره د افغانستان پر اړیکو ناوړه اغیز ونه وکړي.

د اجراییه ریاست لومړي مرستیال محمدمحقق پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې افغانستان غواړي له خپلو ګاونډیانو او مرستندویو هېوادونو سره یوډول ښه اړیکي وپالي.

د اجراییه ریاست لومړي مرستیال محمدمحقق

نوموړي زیاته کړه: "افغانستان له تروریزم څخه زیانمن شوی هېواد دی، دلته باید ټول ګډه همکاري وکړي، نو ځکه د افغانستان سیاست په تېرو شلو کلونو کې دا و، چې د مرستندویانو او هغو هېوادونو ترمنځ چې د تروریزم پرضد مبارزه کوي له لانجمنو مسایلو ځان لرې وساتي او د دې هېوادونو یو رنګه ملاتړ خپل کړي."

د جمعې په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني له ډیپلوماتیکو لارو د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د حل لپاره هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو له احتمال څخه اندېښنه لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني همداراز د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره په ټېلیفوني خبرو کې د نورو هېوادونو پرضد د افغانستان د قلمرو د نه کارولو او د سیمه ایز کړکېچ د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ.