وال سټریټ ژورنال: افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمېدو په اړه بېلابېل نظریات شته

ځینې نړیوالې ورځپاڼې

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال افغانستان ته د جمهوري غوښتونکو د سناتور لېندسي ګراهام د سفر او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو مسئله څېړلې ده.

ورځپاڼه د سناتور ګراهام په وینا لیکي، که چېرته ولسمشر ډونالد ټرمپ په راتلونکو څو اوونیو کې پرېکړه وکړي چې د امریکایي سرتېرو شمېر په افغانستان کې کم کړي، نو دی به د دې پرېکړې ملاتړ وکړي.

د ورځپاڼې په باور، ګراهام پر دې سخت انتقاد کاوه چې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره دې جوړجاړی وشي.

په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر د کمېدو په اړه بېلابېل نظریات شته.

په بریتانیا کې د پوهنتون استاد او د نړیوالو امنیتي چارو کتونکي عارف سحر ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر کمېدل دا ګومان پیاوړی کوي چې امریکا غواړي افغانستان په داسې یوه وضعیت کې پرېږدي چې هلته د شخړو مخه نه‌وي نیول شوې او ترهګر او مذهبي افراطیان فعال وي.

خو د افغانستان د چارو څېړونکی، خبریال سمیع یوسفزی بیا په دې اند دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به ډېر محسوس نه‌وي.

یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، سربېره پر دې چې افغان ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي دي، خو طالبان نه‌دي توانېدلي چې حتی یو ولایت هم ونیسي.

ولسمشرۍ ماڼۍ له افغانستانه د احتمالي شااوخوا څلور زره امریکایي سرتېرو د وتلو په باره کې محتاطانه عکس‌العمل ښکاره کړی دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې لاهم لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله ګواښونه د ترورېستانو له لوري افغانستان او امریکا ته متوجې دي.

  • وار ان د راکس

د لوېدیځ یوه بله خپرونه، وار ان د راکس بیا لیکي، دا ډېره اسانه ده چې په افغانستان کې د امریکایانو پر هڅو انتقاد وکړو.

دې خپرونې د تېرې اوونۍ د هغې لیکنې په ارتباط مقاله خپره کړې ده چې واشنګټن پوسټ خپره کړې وه او لیکلي یې و چې امریکایي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه خپلو خلکو ته په درواغو ویلي دي چې په دې جګړه کې موږ پرمختګ کړی دی.

وار ان د راکس لیکي، د واشنګټن پوسټ دا ادعا حقیقت نه‌لري او له هغو اسنادو سره سر نه‌خوري چې په دې اړه خپاره شوي دي.

خپرونه لیکي چې واشنګټن پوسټ خپل راپور د افغانستان د بیارغونې د سرمفتش د دفتر یا سیګار د مرکو په استناد خپور کړی دی او دا مرکې له یو شمېر هغو چارواکو سره شوې دي چې د مرکو په وخت دوی کار نه‌کاوه.

خپرونه وړاندې لیکي، د واشنګټن پوسټ راپور د ۱۷ مرکو په استناد خپور شوی دی او دا مرکې د شویو مرکو درې فیصده جوړوي چې په انتخابي شکل غوره شوې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې "د افغانستان اسناد، پټه جګړه او په جګړې کې واقعیت" په نوم تېره اوونۍ تر ۳۰ مخه اوږد راپور خپور کړ او وایي چې دا راپور یې د هغو سلګونه مرکو په استناد خپور کړی دی چې ترلاسه کړې یې دي.