د انس حقاني او دوو نورو طالبانو خوشي کولو ته د ولسي جرګې د غړو غبرګونونه

د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د حکومت له خوا له بنده د حقاني شبکې د درېیو غړو د ازادولو پرېکړې په ولسي جرګه کې خوشبینۍ او اندېښنې راپارولي دي.

د دغې جرګې یو شمېر غړو د چهارشنبې ورځې (عقرب ۲۲مه) په عمومي ناسته کې د حکومت پر دغې پرېکړې اعتراض وکړ او دا یې د حقاني شبکې له لوري په ترسره شویو حملو کې د قربانیانو په حق کې جفا وګڼله.

د متعرضو استازو له ډلې نیلوفر ابراهیمي وویل: "هغه خویندې، میندې او کونډې چې د حقاني شبکې د حملو قربانیانې دي، زه له تاسو بخښنه غواړم، ما ونه شوای کړای چې د مجلس د استازې په توګه د عدالت په ټينګښت کې خپله ونډه ولرم. که د سولې لپاره پلمه ده، ایا هغه ۸۵۰ کسان چې خوشې شول، د سولې د مذاکراتو لپاره چې لا یې هم اخر نامعلوم دی، کافي نه وه چې بیا په ملي کچه د خیانت امتیاز ورکړل شو؟"

خو یو شمېر نورو استازو بیا د حکومت دغه پرېکړه په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره ښه ګام یاد کړ.

ارین یون په مجلس کې د حکومت د پرېکړې په ملاتړ وویل: "هغه عمل چې د حکومت له لوري تر سره شو او دا بندیان یې خوشې کړل، موږ دا ټکی مثبت او د سولې په برخه کې یو عملي ګام بولو."

له دې سره د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني چې د دغې پرېکړې د اعلان پر مهال هم په ارګ کې و، د دغو کسانو د ازادېدو په تړاو وویل: "د امریکايي استادانو د خوشې کولو نوښت د افغانستان د حکومت له لوری شوی، دغه پرېکړه سخته او ستونزمنه وه، خو سولې ته د رسېدو لپاره مهم ګام دی."

ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په مقابل کې د حقاني شبکې درېیو مهمو غړو انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید عمري د ازادولو پرېکړه اعلان کړه.

ښاغلي غني ویلي، دغه بندیان، طالبانو سره د سولې په تړاو د مستقیمو خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره ازادوي.
د افغانستان امریکایي پوهنتون استادان امریکایی کوین کېنګ او استرلیایی تیموتي وېکس، درې کاله وړاندې په کابل کې وتښتول شول.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې د حقاني شبکې د دغو درېیو غړو د ازادېدو اقدام به د ده په وینا د دښمنانو، د حملو د زیاتوالي لامل ونه ګرځي.