د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

'د حقاني شبکې درې مهم غړي له زندانه خوشې شوي'


د حقاني شبکې غړی انس حقاني
د حقاني شبکې غړی انس حقاني

ځينو سرچينو تېره شپه تأیيد کړه چې له بګرام زندان څخه د حقاني شبکې درې مهم غړي ايستل شوي دي.

دغو سرچينو د نوم نه‌ښوولو په شرط ازادي راډيو ته ويلي، دغه درې کسان له بګرام زندان څخه ايستل شوي او نامعلوم ځاى ته بيول شوي دي.

ځينو رسنيو بيا راپور ورکړى چې خوشې شوي کسان قطر ته روان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د افغانستان د امريکايي پوهنتون د دوو برمته شويو استادانو د ازادۍ په بدل کې د حقاني شبکې د دغو درېيو غړو د خوشې کولو د پلان اعلان وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني پرون وويل: "حاجي مالي خان د ولي خان زوی، عبدالرشید د محمد عمر زوی او انس حقاني د جلال‌الدین زوی چې په بګرام زندان کې بندیان دي، په مشروط ډول خوشې کوو."

د امريکايي پوهنتون دوه استادان اسټراليايي کیوېن کېنګ او امريکايی تيموتي وېکس درې کاله مخکې په کابل کې اختطاف شول.

د طالبانو له لوري د افغانستان د امریکايي پوهنتون د برمته شویو بهرنیو استادانو انځور
د طالبانو له لوري د افغانستان د امریکايي پوهنتون د برمته شویو بهرنیو استادانو انځور

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستيال حکمت اعظمي پرون ناوخته وويل، په لومړيو کې پلان داسې و چې د بنديانو دغه تبادله په پاکستان کې وشي، خو ولسمشر غني يې مخالفت وکړ.

هغه وايي: "ځينو افرادو په ځانګړي ډول پاکستانيانو غوښتل دا تبادله په پاکستان کې وشي، هغه هيئت چې په اکټوبر مياشت کې له قطر څخه تللى و او بيا خليل‌زاد هم پاکستان ته سفر وکړ، په لومړيو کې پلان دغه و چې دا تبادله هلته وشي او پاکستانيان هم په دې موضوع کې خپل امتياز واخلي، زما معلومات دا دي چې ولسمشر غني له هغه سره جدي مخالفت وکړ، تر ټولو مهمه خبره دا ده که انس حقاني خوشې کېږي، طالبان بايد په بدل کې يو څه راکړي، تاوتريخوالى کمول په ځانګړي ډول په ښارونو کې، د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرو ته کېناستل او فکر کوم ولسمشر غني ته ډاډ ورکړل شوى، هغه غوښتنې يې چې بنيادي دي، طالبان به پر ځينو عملي اقدام کوي."

دا تبادله په داسې حال کې کېږي چې تېره دوشنبه د پاکستان يوه هيئت کابل ته سفر درلود او له افغان چارواکو سره‌يې خبرې وکړې.

د پاکستان په هيئت کې د استخباراتي ادارې مشر جنرال فيض حميد او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیال سهيل محمود ګډون درلود.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، د امريکايي پوهنتون دوه استادان د حقاني شبکې له درېيو مهمو غړو سره په دې نيت تبادله کوي چې دا اقدام د سولې مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي.

ځينو سياسي شخصيتونو د حاجي مالي خان، عبدالرشيد او انس حقاني پر خوشې کېدو انتقاد کړى او ويلي يې دي چې دا به د جنګ په ډګر کې د طالبانو د سنګرونو له پياوړتيا سره مرسته وکړي.

خو ځينو نورو بيا دا د سولې د مخامخ خبرو د پيل پر لوري يو مهم ګام بللى دى.

دوى ويلي چې د حقاني شبکې د دغو درېيو کسانو خوشې کېدل مشروط دي او دوى به وکړاى شي د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي.

د دغه راپور تر جوړولو پورې د افغانستان د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو او افغان حکومت ته د هغوى د سپارلو په اړه معلومات نه‌و خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG