ټرمپ، بولتون له دندې ګوښه کړ؛ "د ښاغلي بولتون د ډېرو وړاندیزونو سخت مخالف وم"

۷۰ کلن جان بولتون د ۲۰۱۹ په اپرېل کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په توګه د مک‌مسټر ځای‌ناستی شو.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر خپل د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په ناڅاپي توګه له دندې لیرې کړی دی.

ښاغلي ټرمپ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، بولتون ته‌یې خبر ورکړی چې نور په سپینه ماڼۍ کې د هغه کار ته اړتیا نه‌شته. نوموړي ویلي چې د ښاغلي بولتون د ډېرو وړاندیزونو سخت مخالف وو او د حکومت یو شمېر نورو چارواکو هم ورته دریځ درلود.

ولسمشر ټرمپ د ښاغلي بولتون له خدمتونو مننه کړې.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ تأیید کړې چې چارلز کوپرمن د ولسمشر د ملي امنیت سرپرست سلاکار په توګه ټاکل شوی.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالد ټرمپ د شمالي کوریا، ایران، افغانستان او روسیې په څېر هېوادونو په اړه د امریکا د بهرنۍ پالېسۍ په تړاو له ښاغلي بولتون سره د نظر اختلاف درلود.

د ښاغلي ټرمپ له ولسمشر کېدو راهیسې جان بولتون د ملي امنیت درېیم سلاکار دی چې له دندې لیرې کېږي او یا استعفا کوي.

ښاغلي بولټن بیا د سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، "ما تېره شپه خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو ولسمشر ټرمپ وویل راځه پر دې به سبا خبرې وکړو".

ښاغلي بولتون د ځینو مسایلو له هغې ډلې د شمالي کوریا په اړه د امریکا ولسمشر سخت دریځ نیولو ته هڅاوه.

د روېټرز خبري اژانس لیکلي چې نوموړي د ایران په اړه هم د ولسمشر ټرمپ د تند دریځ د خپلولو طراح و او د افغانستان او روسیې په مسئلو کې یې هم هڅه کوله چې واشنګټن سخت چلند وکړي.

۷۰ کلن بولتون د ۲۰۱۹ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار په توګه د مک‌مسټر ځای‌ناستی شو.

د روېټرز د راپور له مخې، جان بولتون به ځیني وختونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره چې د ولسمشر ټرمپ له مهمو وفادارو کسانو دی، مخالف دریځ نیوه.

ښاغلي بولتون بیا د سې شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، "ما تېره شپه خپله استعفا وړاندې کړې وه، خو ولسمشر ټرمپ وویل راځه پر دې به سبا خبرې وکړو."

روېټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د ویاندې سټیفانې ګرېشام له خولې ویلي، "ډېرې زیاتې مسئلې" د دې سبب شوې چې ټرمپ له جان بولتون څخه د استعفا غوښتنه وکړي. نوموړې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

جان بولتون د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه پراخ سفرونه کول. نوموړي روسیې ته د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې پر ضد خبرداری ورکړی و او له اسرائیلو سره‌یې د ټینکو اړیکو غوښتنه کوله.

جان بولتون په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر او د فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې د مبصر په توګه هم کار کړی دی.

د روېټرز خبري اژانس په وینا، نوموړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه پلان هم سخت مخالف و چې غوښتل یې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک شي او په دې باور و چې د دې ډلې پر مشرانو باور نه‌شي کېدای.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له طالبانو سره خبرې له‌منځه تللي، واشنګټن پسټ ورځپاڼې په یوه مقاله کې ولیکل، د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لغوه کېدو د ډونالد ټرمپ په اداره کې کورنیو اختلافاتو ته پام اړولی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، کمپ ډېوېډ کې د ډونالد ټرمپ او طالب مشرانو سره د کتنې د لغوه کېدو په اړه بېلابېلو دلایلو او د امريکا او طالبانو ترمنځ د نورو خبرو احتمال، د ټرمپ په اداره کې ترینګلی وضعیت بربنډ کړی دی.

واشنګټن پوسټ لیکلي، دغه ترینګلتيا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د ملي امنیت سلاکار جان بولتون له یو بل سره سيالۍ ته درولي دي.

د ورځپاڼې په وینا، جان بولتون د دغو مذاکراتو او طالبانو سره د هر ډول معاملې مخالف دی.

ورځپاڼې د یوه کس له قوله چې د مذاکراتو د لغوه کېدو د اعلان له جزئیاتو خبر دی لیکلي چې دا د بولتون لویه بریا ده.

روېټرز د یوې سرچینې په حواله چې نوم‌یې نه‌دی اخیستی، خو وایي د بولتون له لیدلوري پوهاوی لري ویلي، بولتون په دې باور و چې امریکا کولای شي له طالبانو سره د سولې له تړون پرته په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي او په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد هڅې هم جاري وساتي.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د پالېسیو پر سر یې له بولتون سره په څو مواردو کې د نظر اختلاف درلود.

پامپیو همدارنګه ویلي، بهرني مشران دې دا فکر نه‌کوي چې د امریکا د حکومت د یو چارواکي په تلو به د ټرمپ په بهرنۍ پالېسۍ کې کوم بدلون راشي.