د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

ډونالد ټرمپ به نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر پلان غور وکړي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر نن له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر هغه پلان غور وکړي چې له مخې یې ښايي په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

د امریکا «سي اېن اېن» ټلوېزیون له دې غونډې څخه د یو شمېر خبرو سرچینو په قول ویلي چې ډونالد ټرمپ به په دې تړاو غونډه کې چې په بېډمېنسټر ګلف تفرېح ځای کې نن د ورځې په وروستیو کې جوړېږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولتون، دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد ګډون ولري.

ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال
ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال

د سرچینو په حواله د دې غونډې د اجندا اصلي مسایل افغانستان او هغه پلان دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له څو میاشتو راهیسې پرې کار کړی او له طالباو سره‌یې اته ځلې پرې خبرې کړي، څو له دې لارې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.

دغو سرچینو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي توافق پر اساس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل پیلېږي. له افغانستانه به د دېره شااوخوا ۱۵ زره امریکایي سرتېرو اته یا نهه زره سرتېري ایستل کېږي او هم له طالبانو سره دا مسئله رسماً یقیني کېږي چې د افغانستان له خاورې به پر نورو د ترهګرۍ بریدونه نه‌کېږي.

خو هغو سرچینو چې له دغو خبرو خبر دي ویلي چې په دغه احتمالي توافق کې د نورو مسایلو ترڅنګ د امریکا او طالبانو ترمنځ اوربند شامل دی، خو لږ تر لږه یوه مهمه مسئله ترې غورځول شوې او هغه دا چې له طالبانو څخه د دې مسئلې د یقیني کېدو تمه نه‌شي کېدای چې دوی به پر افغانانو او پر افغان پوځ حملې نه‌کوي.

طالبان چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه‌پېژني او هغه د بهرنیانو لاس‌پوڅی بولي تر اوسه له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې په راتلونکي کې په کېدونکو بین‌الافغاني خبرو کې ورسره د ټولنې د یوه اړخ په توګه برخه اخیستی شي.

ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال
ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال

د «سي اېن اېن» د سرچینو له مخې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به راتلونکو څو ورځو کې د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ شي چې له طالبانو سره وروستی توافق نهایي کړي، هغه هم وروسته له هغې چې امریکایي چارواکي په سپینه ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت کې پرې سلا مشوره وکړي.

ټاکل شوې ښاغلی خلیل‌زاد د راتلونکې دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۱۹مه چې د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابره ده ولاړ شي.

خلیل‌زاد د تېرې دوشنبې په ورځ د قطر خبرې پای ته ورسولې او د چهارشنبې په ورځ بېرته واشنګټن ته ستون شو چې سلا مشوره وکړي.

طالبانو هم ویلي چې د اتم پړاو خبرو پر نتیجو له خپلو مشرانو سره سلا مشوره کوي.

XS
SM
MD
LG