د ښځو د لاسته راوړنو په اړه د سیګار اندېښنې ته د اجرائیه ریاست ځواب!

ارشیف، په هرات کې یو شمېر ښځینه خبریالانو چې یو له لاسته راوړنو شمېرل کیږي

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړي سرمفتش يا سیګار د وروستي راپور په تړاو افغان حکومت وايي، د سولې په خبرو کې به د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

په‌داسې حال کې چې سیګار د سولې په ممکنه هوکړه کې په افغانستان کې د بشري ارزښتونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر خوندیتوب اندېښنه ښودلې، خو د افغانستان حکومت خلکو ته ډاډ ورکوي چې په هېڅ صورت به د خلکو په حقونو او لاسته راوړنو معامله ونه‌شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د دوشنې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان په هېڅ وجه شاته نه‌ګرځي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

نوموړي زیاته کړه:

په دې اړه نور: سیګار: له سولې وروسته به افغان حکومت له نړیوالو مرستو پرته ښايي دوام ونه کړي

"د سولې په بهیر کې به د هېڅ‌چا حق ضایع نه‌شي او د تېرو کلونو لاسته راوړنې به له نابودۍ او ننګونو څخه خوندي وي، د ښځو حقونه او وروستۍ لاسته راوړنې موږ ته مهمې دي، نو ټول خلک په ځانګړې توګه ښځې باید ډاډه وي چې هېڅ‌چا ته دا اجازه نه‌ورکول کېږي څو د افغانانو په حقونو معامله وکړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د سیګار په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د سولې په ممکنه هوکړې سره په افغانستان کې په څو کلیدي مواردو کې د جدي خطر د پېښېدو احتمالي امکان لیدل کېږي.

  • د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پياوړتیا.
  • ترورېزم سره مبارزه.
  • بشري ارزښتونه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خوندیتوب.
  • د قانون حاکمیت او ډموکراسي.
  • د فساد او مخدره موادو پر وړاندې دوامداره مبارزه.
  • اقتصادي وده او پراختیا.
  • د نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د امریکا په مالي ملاتړ د پلي شویو پروژو ساتنه هغه عمده موارد دي چې په اړه‌یې سیګار په‌خپل راپور کې اندېښنه ښودلې ده.
په دې اړه نور: رباني: د امریکا او طالبانو په خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه ده

خو دا لومړی ځل نه‌دی چې د سولې د روانو هڅو او خبرو اترو په لړ کې د افغانانو د حقونو او د تېرو څو کلونو د لاسته راوړنو په اړه اندېښنه ښودل کېږي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، لومړۍ مېرمنې رولا غني او يو شمېر نورو افغان چارواکو ویلي چې د ښځو پر حقونو او خپلواکیو به معامله ونه‌شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب د افغانستان د حکومت لپاره سره کرښه ده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیل‌زاد د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له رئیسې فدریکا موګرېني او یو شمېر نورو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنو په ځانګړي ډول، د افغان ښځو او ماشومانو حقونه د سولې په خبرو کې په پام کې ونیول شي.

يو شمېر نړیوالو بنسټونو چې له ډلې یې د بخښنې نړیوال سازمان دا شان ویلي چې افغانې ښځې باید د خپل هېواد په راتلونکي کې مهم رول ولري او که ښځې له دغه بهیره واېستل شي او يا هم د هغوی په حقونو معامله وشي دغه بهیر بې‌ارزښته دی.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د حاکمیت په دوران کې نجونې او ښځې په افغانستان کې له خپلو حقونو محرومې وې او پرته له چادرۍ او نارینه څخه ورته له کوره د وتلو اجازه نه‌وه.

دا شان ښځو ته ښوونځي ته د تګ، کار کولو او په سیاسي مسایلو کې د ګډون اجازه نه‌وه.

بل‌خوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي چې د ښځو له حقونو څخه دفاع د دوی دنده ده او افغانې ښځې به د خپلو ازاديو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه‌شي.

ارشیف، د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس، په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د وینا پر مهال

نوموړې وايي:

"موږ ته د پخوا په شان هر حالت د منلو نه‌دی، چوپ نه‌پاتې کېږو، مقاومت کوو او د ښځو د حقونو څخه دفاع ته چمتو یو، ښځې د ټولنې مهمه برخه جوړوي چې له پامه غورځول‌یې تل‌پاتې سوله نه‌ده."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو يو شمېر فعالان چې له ډلې یې شکریه جلالزۍ ټینګار کوي چې د سولې په خبرو کې باید ښځو ته حق ورکړل شي، څو د دوی له انساني حقونو او ازادیو څخه دفاع وکړي.

افغان ښځو هم په بېلابېلو ناستو کې د خپلو ازاديو پر خوندیتوب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې شاته به لاړې نه‌شي.

راپور: محمد واصل وصال