د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

سیګار: له سولې وروسته به افغان حکومت له نړیوالو مرستو پرته ښايي دوام ونه کړي


د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش د ادارې سیګار مشر جان سوپکو
د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش د ادارې سیګار مشر جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړی سرمفتش وايي چې افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستې پرته ښايي دوام ونه کړي.

په داسې حال کې چې متحدایالاتو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې چټکې کړي، د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت د ځانګړي مفتش اداره سیګار په یو نوي راپور کې خبرداری ورکوي چې افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستې پرته ښايي دوام ونه کړي.

راپور یادونه کوي چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې د ټینګښت بیه به هومره زیاته وي چې لګښت یې یوازې نړیوال مرستندویان ورکولای شي.

د سیګار مشر جان سوپکو پرون په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د دې راپور جزیات له خبریالانو سره شریک کړل.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که شااوخوا ۶۰ زره وسله وال طالبان په سوله ییز ډول په ټولنه کې مدغم نه شي، د سولې هر راز موافقه به له ګواښ سره مخامخ شي، ځکه هغه طالبان چې ډېر د سولې لېوال نه دي او یا له سولې د ګټې اخیستو تمه لري، ښايي بیا یا جګړې یا لوټ تالان ته مخه کړي.

ښاغلي سوپکو وویل چې د افغانستان د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په برخو کې په تېرو څو کلونو کې هېڅ کار نه دی شوی، په داسې حال کې چې تمه ده لسګونه زره وسله وال طالبان د سولې د یوې موافقې په نتیجه کې عادي ژوند پیل کړي.

د سیګار نښان
د سیګار نښان

ده وویل:

"دا ښه خبره ده چې پر سیمه او د سیمې پر اقتصادي وده تمرکز کوو، خو دا وده نوي زېږيدلي حالت کې ده، موږ ډېر وخت او پیسې ځکه له لاسه ورکړي چې مخکې له دې مو په دې برخه کې هېڅ اقدام ونه کړ او ډېرې پیسې مو پر عبث کارونو ولګولې، نه په حقیقي برخو، څو د افغانستان حکومت او اقتصاد وکولای شي چې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو تمرکز وکړي، په تېره شااوخوا شپېته زره طالبان چې ښه روزل شوي او ښې وسلې لري، باید د سولې د موافقې په نتیجه کې په ټولنه کې مدغم شي."

سیګار په خپل نوي راپور کې هغه خطرونه رابرسېره کړي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو د خبرو د بریا او د سولې له ټینګښت وروسته ښايي افغانستان ورسره مخامخ شي.

سوپکو په خپله وینا کې وویل چې پالېسي جوړوونکي باید دا خطرونه له پامه ونه غورځوي او د مخنیوي لپاره یې پر پلانونو کار وکړي.

ده زیاته کړه:

"هغه څه چې موږ یې په دې راپور کې غواړو، دا دي چې احتمالي خطرونه رابرسېره کړو، څو پالېسي جوړوونکي فکر پرې وکړي او اورېدلي مې دي چې ځینو پالېسي جوړوونکو دا کار پیل کړی دی، کانګرس دې په دې اړه فکر وکړي، ځکه داسې خو امکان نه لري چې د سولې له موافقې یوه ورځ وروسته د پلانونو جوړول پیل کړئ."

د سیګار راپور زیاتوي چې د سولې د خبرو له بریا وروسته ښايي ۳۰۰ زره کسیز افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغه صورت کې چې معاشونه یې ور ونه رسېږي، د افغانستان ثبات له یو جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

د سیګار راپور دا یادونه هم کوي چې د سولې له موافقې وروسته په افغانستان کې په سېستماتیک ډول د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند بیا پیل به له افغانستان سره د امریکا د کانګرس د مرستو او د عوامو د ملاتړ د کمېدو باعث شي.

سیګار خپل راپور په داسې حال کې خپروي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په روانه اوونۍ کې اروپايي هېوادونو، افغانستان او سیمې ته د خپل سفر نوې دوره پیل کړې او تمه ده چې د طالبانو له استازو سره بیا هم په قطر کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG