اجرائیه ریاست: د سولې په پروسه کې هر بل هېواد د افغانستان ځای نه‌شي نیولی

د افغانستان اجرائیه ریاست، سپېدار ماڼۍ

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د افغانستان د سولې بهیر له لوړو ژورو سره مل اوږده پروسه ده، خو ټينګار کوي چې روانو هڅو له بل هر وخته ډېر سولې ته د رسېدو خوشبیني ډېره کړې ده.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډيو ته وویل، په دغې پروسه کې د هر ډول تصمیم حق یوازې افغانان لري او بل هېواد د افغانستان ځای نه‌شي نیولی.

ارشیف، د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال فریدون خوځون په یوه خبري غونډه کې

نوموړي زیاته کړه:

په دې اړه نور: عمر داوودزی: هڅه کوو څو د سولې لپاره د هېوادونو هڅې یوه لوري ته برابرې کړو

"افغان حکومت په‌دې اړه خوشبینه دی چې هغه هڅې چې د خلیل‌زاد او د سیمې د هېوادونو له‌خوا پیل شوي نتیجې ته ورسېږي، هغه هڅې چې کېږي موږ سولې ته نږدې کوي او دا طبیعي ده چې د سولې بهیر وخت نیسي او لوړې، ژورې لري خو په ټوله کې موږ هیله‌مند یو چې سولې ته ورسېږو."

دی وايي، که طالبان رښتیا غواړي د سولې روانې هڅې بریالۍ او له جنګه لاس واخلي، باید له شرط پرته له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په‌دې وروستیو کې د افغان سولې په خاطر د څو هېوادونو له‌خوا له هڅو ویل کېږي.

د افغان سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د سفرونو او له طالب استازو سره د لیدو کتو سره هم‌مهاله روسيه، پاکستان، ایران، سعودي عربستان او ترکیه هغه هېوادونه دي چې په‌دې برخه کې يې د رول لوبولو ویلي دي.

خو دا هڅې کله هم هیله بخښونکي او کله هم ناهیلي کوونکي بلل شوي دي.

په دې اړه نور: ایراني چارواکي وایي، د طالبانو له استازو سره‌یې خبرې کړي

د خبرو اترو له افغان پلاوي سره د ابوظبي په غونډه کې د طالبانو نه‌لیدل، په دغه بهیر کې د پاکستان په صداقت باور او یا د جدې د ناستې لغوه کول چې د رویټرز خبري اژانس يې دلیل د یوه طالب چارواکي په حواله د افغان پلاوي سره نه لیدل بللي دي هغه څه دي چې په‌دغه بهیر کې يې د افغانانو د ونډې او پروسې په اړه ناهیلۍ پیدا کړې دي.

خو له دې سره بیا د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار علي شمخاني د افغان سولې په اړه‌یې خوشبیني ښودلې ویلي يې دي طالبان حاضر دي چې وسلې کېږدي او له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

دا هغه څه دي چې طالبانو ترې تر اوسه ډډه کړې او ویلي يې دي، دوی یوازې له امریکا سره خبرو ته حاضر دي.

له دې سره د سیمه‌ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی د افغان سولې د هڅو د همغږۍ په خاطر نن په یوه څلور ورځني سفر پاکستان ته ولاړ.

له دې ټولو سره سره د افغانستان طلوع نیوز ټلوېزیون ادعا کړې چې داسې سند يې تر لاسه کړی، کوم چې د سولې په اړه د حکومت، طالبانو او امریکا احتمالي توافق‌لیک ښکاره کوي.

ارشیف، طلوع ټلوېزیون

دغې رسنۍ ویلي، د ۵۰ صفحو په‌دغه سند کې راغلي چې په هېواد کې د یوه پراخ اوربند له اعلانېدو سره باید یو انتقالي حکومت جوړ شي، څو بیا په اساسي قانون کې د بدلون او د حکومت د څرنګوالي په اړه بحث وشي.

ویل شوي چې په دغه سند کې د سولې د بهیر سره د طالبانو د څرنګه یوځای کېدو، په افغانستان کې د راتلونکي نظام څرنګوالی او د بهرنیو ځواکونو تدریجي وتل هم یاد شوي دي.

له دې سره د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي د افغان سولې بهیر ته له خوشبینۍ سره ټینګار کوي چې د سولې په اړه باید هېڅ څه له ولسه پټ ترسره نه‌شي.

ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو غړی سید علي کاظمي

نوموړي زیاته کړه:

"افغان حکومت باید دا روښانه کړي چې دا سند چېرته لاسلیک شوی؟ او ایا د افغان دولت موافقه په‌کې شامله ده او که نه؟ افغانان باید په وضاحت کې قرار ولري او موږ هیله‌مند یو چې له پردې شا ته سندونه چې د خلکو نظریات په‌کې نه‌وي لاسلیک نه‌شي."

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د حکومت طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي توافق یوه اوازه ګڼي وايي چې هېڅ‌څوک، هېڅ بنسټ او یا هېڅ هېواد نه‌شي کولای له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د افغان حکومت ځای ناستی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ