د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

عمر داوودزی: هڅه کوو څو د سولې لپاره د هېوادونو هڅې یوه لوري ته برابرې کړو


ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی د ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داوودزی د ازادي راډیو سره د مرکې په حال کې

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس هیله‌مند دی چې پاکستان ته په سفر کې د افغانستان د سولې د بهیر لپاره سیمه‌ییزه اجماع کې زیاته همغږي رامنځته کړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس وایي، پاکستان ته‌یې د سفر هدف دا دی چې د افغانستان د سولې لپاره د دې هېواد په ګډون د سیمې د هېوادونو هڅې سره هماهنګې او یوه لوري ته برابرې کړي.

محمد عمر داوودزي چې د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی هم دی، دغه څرګندونې تېره شپه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړې او ویې‌ویل چې له پاکستاني چارواکو سره په پر دې خبرې وکړي چې په‌دغه پروسه کې دوی څومره همکاري کولای شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:26 0:00
مستقیم لېنک

نوموړي وویل:

"موږ او تاسو وینو چې کوښښونه روان دي په منطقه کې مګر متفرق دي. زما دنده دا ده چې دغه کوښښونه سره هماهنګ شي او یک‌نواخته شي، د یوه هدف لپاره کار وکړي، څو ژر نتیجې ته ورسېږو. نو پاکستان ته زما سفر په همدې ارتباط دی او د پاکستان له ملکي او نظامي مقاماتو سره به د افغانستان د سولې د پروسې په هکله د دوی د همکارۍ په مورد کې خبرې کوو."

ښاغلی داوودزی وایي، د پاکستان په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو وروستۍ هڅې د افغانستان له دولت سره په هماهنګۍ شوي یا حد اقل له غونډو مخکې او وروسته ورته خبر ورکړل شوی، خو د ده په وینا د اغېزمنتوب لپاره‌یې دې ته اړتیا ده چې په‌کې همغږي زیاته شي.

د تېر کال په ډسمبر کې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د طالبانو خبرو او د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره په څلور اړخیزه غونډه کې د طالبانو ګډون ته هم پاکستان زمینه برابره کړې وه.

د سیاسي چارو کارپوه سید خالد سادات وايي، د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره دې ته هم اړتیا ده چې پر پاکستان سیمه‌ییز او نړیوال فشارونه زیات شي ځکه د ده په وینا اسلام‌اباد پر طالبانو پراخ نفوذ لري او کولای شي هغوی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

نوموړی وايي:

"له دې موږ سترګې نه‌شو پټولای چې طالبان د پاکستان تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې دي، که هغه نظامي فشار وي که هغه سیاسي فشار وي، حتی د پاکستان له اشارې پرته ډېر کم کارونه طالبان کولای شي او طالبان د هغوی خبره مني. زه باور لرم چې که له سعودي عربستانه د مذاکراتو لړۍ د قطر دفتر ته لېږدول شوې په‌دې کې هم د پاکستان لاس بربنډ او ښکاره دی."

د ښاغلي سادات په وینا پاکستان غواړي چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته زیات مشروعیت ورکړل شي.

روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یو شمېر سرچینو په حواله وایي چې د طالبانو استازي به د دې اوونۍ په پای کې په قطر کې بیا له امریکایي چارواکو سره وګوري.

آرشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان
آرشیف، په پکتیا کې یو شمېر وسله وال طالبان

د طالبانو یوه جګپوړي مشر چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی ویلي چې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو مشرانو له دوی غوښتي وو چې په سعودي عربستان کې په پلان شوې غونډه کې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني، خو د دې لپاره چې دوی په اوس وخت کې دا کار نه‌شو کولای دغه غونډه‌یې لغوه کړه.

د هغه په وینا د همدې لپاره‌یې دغه غونډه بېرته قطر ته چې د طالبانو سیاسي دفتر په‌کې پرانیستی دی، ولېږدوله.

د طالبانو یوې بلې سرچینې دې اژانس ته ویلي چې د افغانستان له حکومت سره ځکه مخامخ خبرو ته نه‌کېني چې دا حکومت له دې هېواده د امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو چې دوی یې په وړاندې جګړه کې ډېره قرباني ورکړې، وتل نه‌غواړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په سعودي عربستان کې د غونډې د لغوه کېدو خبره تأیید کړې، خو دا یې نه‌دي ویلي چې بله غونډه به کله او چېرې کېږي؟

XS
SM
MD
LG