د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

سولې شورا: د سولې خبرې که هر ځای وي، خو د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ دې وي


ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په یوه خبري غونډه کې
ارشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په یوه خبري غونډه کې

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هېڅ شخص، هېڅ بنسټ او هېڅ هېواد نه‎شي کولای چې د افغانستان د سولې پرېکړه وکړي.

دا شورا وايي، دا دوی ته مهمه نه‎ده چې د سولې خبرې دې چېرته ترسره شي، خو دا ورته مهمه ده چې دا خبرې نېغ په نېغه د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ وي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، د افغان سولې لپاره دوی له هرې هڅې ملاتړ کوي، خو طالبانو سره د افغان حکومت له مخامخ خبرو پرته به ناستې او غونډې هغه که په هر هېواد کې وي، کومه نتیجه ورنه‎کړي.

د سولې د عالي شورا لوګو
د سولې د عالي شورا لوګو

ښاغلي طاهري زیاته کړه:

"که د زمینې برابرولو او اعتماد جوړولو په برخه کې هر هېواد له موږ سره همغږې همکاري کوي، ورنه هرکلی کوو، اساسي بحث دا دی چې دا ناستې افغان حکومت او طالبانو سره مخامخ خبرو ته لار هواره کړي، له هغې پرته که ناستې دوام هم مومي بې‌نتیجې به پای ته رسېږي، هېڅ شخص، هېڅ بنسټ او هېڅ هېواد نه‎شي کولای چې د افغانستان د سولې پرېکړه وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یو شمېر کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ تازه د طالبانو یو لوړپوړي پلاوي روېټرز خبري اژانس ته ویلي، افغان حکومت سره د سولې خبرې نه‎کوي، نو ځکه دوی د جدې غونډه هم لغوه کړې ده.

دغه طالب چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی روېټرز ته ویلي، سعودي او متحده عربي امارات پر دې ټینګار کوي چې طالبان باید افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي، خو دوی دا نه‌غواړي.

مخکې تر دې طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد هم رسنیو سره په خبرو کې د جدې د غونډې په اړه بې‌خبري ښودلې وه.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا په جده کې طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه جوړېدونکې غونډه نه‌ردوي وايي، نېټه‌یې لا مشخصه نه‎ده.

ویل کېږي چې طالبان امریکايي چارواکو سره په قطر کې د سولې د خبرو غځولو ته لېوال دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مشر احمد جاوید رؤف وايي، د طالبانو دا شان څرګندونې د امتیاز اخیستلو لپاره د وخت ضایع کول دي.

د افغانستان د مشرانو د جرګې لوحه
د افغانستان د مشرانو د جرګې لوحه

نوموړي زیاته کړه:

"غواړي وخت ضایع کړي، غواړي چې دا پروسه وځنډوي، غواړي امتیاز ګېري وکړي او دې ته ورته نور مسایل، زه تعجب کوم، عربستان، مسکو، قطر، پاکستان او ترکیه دا نو څه مسئله ده، هر ځای کې چې وي سره دې کېني خپل موضوعات دې مطرح کړي او وادې‌وري، که کاملاً امادګي موجوده وي، که نه وخت ضایع کول او درواغ دي نو دا بله مسئله ده."

د افغانستان د سولې عالي شورا په‌داسې حال کې د افغانستان د سولې په اړه په جوړېدونکو غونډو کې د افغان حکومت او طالب استازو په مخامخ خبرو ټینګار کوي چې مخکې له دې د افغانستان ولسي جرګې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې بې له دې ټکي به د غونډو غځول نورو ستونزو ته لار هواره کړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG