د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

ایراني چارواکي وایي، د طالبانو له استازو سره‌یې خبرې کړي


ارشیف، د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني
ارشیف، د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني

ایراني چارواکي وايي چې د وسله‌والو طالبانو له استازو سره‌یې کتلي او له هغوی سره‌یې خبرې کړې دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې ایران د افغانستان د اوسنیو امنیتي ستونزو د حل په مقصد د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.

د تسنیم په راپور کې نه‌دي ویل شوي چې دا خبرې څه وخت او په کوم ځای کې شوي او دا یادونه هم نه‌ده شوې چې د طالبانو کومو کسانو او د ایران کومو چارواکو برخه په‌کې اخیستې وه، خو اژانس د ایران د ملي امنیت شورا د مشر علي شمخاني له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، د طالبانو له استازو سره د ایراني چارواکو د روانو خبرو له جریانه د افغانستان حکومت خبر دی او دا پروسه به دوام وکړي.

شمخاني ویلي دي چې له خپل افغان سیال حمدالله محب سره‌یې په کابل کې کتلي دي او هغه ته‌یې په دې اړه معلومات هم ورکړي دي.

علي شمخاني د ایران د ملي امنیت سلاکار
علي شمخاني د ایران د ملي امنیت سلاکار

د تسنیم راپور د ښاغلي شمخاني له قوله زیاتوي چې نوموړی په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ خطر جدي ګڼي او وايي چې د دې ډلې پر ضد عملي اقداماتو ته اړتیا لیدل کېږي.

دې ایراني چارواکي ویلي دي چې د داعش ډلې ملاتړ امریکا او د سیمې ارتجاع کوي.

شمخاني د کوم ځانګړي هېواد نوم نه‌دی یاد کړی، خو د سیمې له ارتجاع د ایراني چارواکو هدف ډېری وخت د سعودي عربستان رژیم او د ایران نور دښمن هېوادونه وي.

د تسنیم یوه خبریال عباس اصلاني پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د ایران او طالبانو ترمنځ خبرې د ایراني چارواکو له‌خوا تأییدېږي.

د تسنیم د راپور له مخې، د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له شمخاني سره په کتنه کې ایران په سیمه کې د امنیت یوه مهمه ستن بللې او هیله‌یې څرګنده کړې چې د کابل او تهران ترمنځ ګډه همکاري به په افغانستان کې د روانو امنیتي ستونزو له حل سره مرسته وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او افغان چارواکي له علي شمخاني او ایراني پلاوي سره د کتنې پر مهال
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او افغان چارواکي له علي شمخاني او ایراني پلاوي سره د کتنې پر مهال

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاندویان مو له پرله‌پسې هڅو سره سره په دې اړه د تبصرې لپاره ونه‌موندل.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نظر نه‌دی څرګند کړی.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې نن به د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په کابل، تهران او پيکېنګ کې له لیدنو کتنو وروسته سیمې ته د سفر په لړۍ کې مسکو ته رسېدلی او نن‌یې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه له خپل روس سیال سرګي لاوروف سره خبرې وکړې.

(ښی لور) سرګي لاوروف د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
(ښی لور) سرګي لاوروف د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر

تاس خبري اژانس د ښاغلي لاوروف له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، مسکو او اسلام‌اباد هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د داسې خبرو سمدستي پیل ته د لارې له هوارولو سره مرسته وکړي چې د افغانستان د ټولو ګاونډیانو ګټې په پام کې ونیسي.

افغان او امریکايي چارواکو په وار وار پر روسیې او ایران تور لګولی دی چې له طالبانو سره مرستې کوي.

که څه هم افغان حکومت له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ د اعاوو په اړه رسماً څه نه‌دي ویلي، خو د یو شمېر ولایتونو سیمه‌ییزو چارواکو له طالبانو سره د ایران او روسیې د مرستو ادعاوې کړې دي.

XS
SM
MD
LG