ولسي جرګه وایي، حکومت دې طالبانو ته د سولې وړاندیز شوې طرحه ورسره شریکه کړي

د افغانستان ولسي جرګه له حکومته غواړي چې د سولې په اړه چې کومه نوې طرحه د حکومت له‌خوا طالبانو ته وړاندې شوې، باید له دغې جرګې سره شریکه شي.

وسله‌والو طالبانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د سولې اړوند د نوې طرحې له وړاندې کولو وروسته ولسي جرګه وايي، دغه طرحه ورته د منلو نه‌ده او باید له ملي شورا سره شریکه شي.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۶» د دوی په عمومي ناسته کې تر ډېره ځایه په هېواد کې پر سولې او وروستیو نا امنیو بحثونه وکړل.

همایو همایون

د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري کوله، وویل:

"له حکومته مو غوښتنه دا ده، کومه طرح چې تاسې طالبانو ته وړاندې کړې، له ولسي جرګې سره شریکه شوې نه‌ده، له دې امله د جرګې اکثرو غړو ته د منلو نه‌ده، حکومت باید ژر تر ژره دغه طرحه ملي شورا ته ولېږي چې وارزول شي او کومې نیمګړتیاوې چې په‌کې موجودې دي، له‌منځه لاړې او ځیني نور مساېل په‌کې ځای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر اشرف غني څه کم دوه میاشتې مخکې، د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې نوې طرحه وړاندې کړه.

له طالبانو سره بې‌قید او شرطه مذاکرات، اوربند، د دوی د زندانیانو خوشې کېدل او د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، د دغې طرحې عمده برخې دي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د تاشکند په ناسته کې به هم طالبانو ته د حکومت له‌خوا پر وړاندې شوې طرحه بحث وشي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت دغې طرحې ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی.

شاه حسین مرتضوي

بل‌خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي، په یوې ناسته کې د دغو اندېښنو په اړه وویل:

"د افغانستان د ولسمشمر له‌خوا چې د سولې طرحه وړاندې شوې، دا طرحه کورنۍ اجماع لري، په اړه‌یې د ټولنې له ټولو قشرونو سره خبرې شوي او هېواد کې دننه او بهر یو ټوله‌ییز ملاتړ لرو، دا د طالبانو لپاره یو طلایي فرصت دی، تمه ده طالبان خپل رسمي دریځ څرګند کړي او که مخالفت ورسره وکړي، نو په انزوا کې به پاتې شي."

ښاغلی همایون وايي، د سولې دغه طرحه چې افغان حکومت طالبانو ته وړاندې کړې، د افغانستان د خلکو نظر نه، بلکې یوازې د حکومت غوښتنه ده او د ولسي جرګې اکثرو غړو ته د منلو نه‌ده.

راپور: خان محمد سیند