د افغان سولې د تأمین په هدف د افغان او اندونیزیايي عالمانو نوې هڅه!

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغانستان او اندونیزیا علما هڅه کوي چې له ترورېزم سره د مبارزې د څرنګوالي په هدف او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د اسلامي نړۍ د عالمانو لوی کنفرانس راوبولي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال سلواغې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې د سولې او دیني عالمانو شورا یو ګډ پلاوی تېره اوونۍ اندونیزیا ته تللی او د دغه هېواد په کوربه‌توب د دغه کنفرانس د جوړېدو په اړه‌یې خبرې کړي.

ښاغلي طاهري وویل چې له دې ګډ کنفرانس څخه به وروسته د دواړو هېوادونو علما د اسلامي نړۍ د یو نړیوال کنفرانس د جوړېدو په اړه هم چمتووالی ونیسي.

سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"له دغه کنفرانس وروسته به یو بحث دا وي چې د اندونیزیا دولت او عالمان د افغان علماو په مرسته د اسلامي اجماع رامنځته کولو په اړه کار وکړي چې د اسلامي هېوادونو د عالمانو یو نړیوال کنفرانس جوړ شي، د افغانستان د سولې او له ترورېزم سره د مبارزې موضوع په‌کې وڅېړل شي او بیا به یوه قاطع اعلامیه صادره شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د اندونیزیا ولسمشر کابل ته راغلی و او له خپل افغان سیال سره‌یې په خبرو او ملاقات کې اعلان وکړ چې چمتو دی چې د افغانستان د سولې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا پر داسې مهال د اسلامي نړۍ د یو نړیوال کنفرانس د جوړېدو په اړه خبر ورکوي چې طالبانو د امریکا خلکو ته په یو استولي لیک کې ویلي دوی د هغه هېواد د کانګرس له سوله غوښتونکو غړو غواړي چې ولسمشر ټرمپ د سولې خبرو ته تشویق کړي.

دغه لیک چې د وسله‌والو طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له لوري خپور شوی، له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په‌کې اشاره نه‌ده شوې.

د افغان ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت خپل دریځ ته ژمن دی او له هغو وسله‌والو طالبانو سره چې افغان ملکیان وژني خبرې نه‌کوي.

خو د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو وروستی لیک په دوی پورې نه، بلکې امریکا او په خپله دوی پورې اړه لري ځکه د ښاغلي طاهري په وینا دغه لیک څه موده وړاندې د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې خپور شوی دی.

دوه اوونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې له وسله‌والو طالبانو سره خبرو ته چمتو نه‌دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي ټرمپ له څرګندونو وروسته ویلي و له دې وروسته به سوله د جګړې په میدانونو کې ولټوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو غړی وايي، تر دې دمه د افغان حکومت په ځانګړې توګه د سولې عالي شورا هغه هڅې چې ګواکې وسله‌وال طالبان دې د سولې خبرو ته چمتو کړي بې‌نتیجې وې.

د دغې جرګې دوهم منشي فیصل سمیع د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که چېرې افغانستان د دیني عالمانو له طریقه وتوانېږي او افغان سولې او جګړې ته د اسلامي نړۍ پام راجلب کړي په افغانستان کې به د جګړې پر کموالي تأثیر وکړي.

سمیع: هرکلی یې کوو ځکه چې ښه تأثیرات به ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"هر ډول نړیوال او سیمه‌ییز بسیج په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو په چوکاټ کې چې که چېرې موږ وتوانېږو د سیمې او اسلامي نړۍ هېوادونه له موږ څخه دفاع وکړي او انتحاري حملې وغندي، هرکلی یې کوو ځکه چې ښه تأثیرات به ولري."

ښاغلی فیصل وايي، حکومت باید د سولې له تعقیبولو سره په خوا کې د حکومت پر وسله‌والو مخالفینو خپل نظامي فشارونه زیات کړي.

د نوموړي په خبره هغه ډلې چې په سوله باور نه‌لري باید په وړاندې یې له صبر او حوصلې څخه کار وانه‌خیستل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس