د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

اشرف غني: د قربانیانو بدل اخلم او د راتلونکو جدي اقداماتو تصمیم نیسم


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو بدل به واخلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د وروستیو خونړیو حملو په تړاو وايي، افغان حکومت د راتلونکو عملي او جدي اقداماتو په اړه تصمیم نیسي.

ښاغلي غني چې د دوشنبې په ورځ‌يې په کابل کې د اندونیزیا له ولسمشر سره له لیدنې وروسته خبرې کولې، وویل چې د وروستیو خونړیو پېښو د قربانیانو بدل به واخلي.

د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران
د افغانستان او اندونیزیا ولسمشران

​ښاغلي غني زیاته کړه:

"طالبانو ته د انتخاب حق رسېدلی، هغه چې افغانان او مسلمانان دي، د خپلو خلکو او دین سره دې ودرېږي او هغه چې له دې خاورې سره تړاو نه‌لري او زموږ د خلکو په وړاندې د جنګ اعلان کوي، باید پوه شي چې د دې ملت انتقام ډېر ژر او هر اړخیز اخیستل کېږي."

ښاغلي غني وویل، وسله‌والو طالبانو په خپلو خونړیو حملو سره وښوده چې دوی زموږ د خلکو له سوله‌ییز ژونده په بې‌رحمۍ انکار کوي.

نوموړي وویل، په داسې حال کې چې د وروستیو خونړیو حملو ډېری قربانیان ملکیان دي، وسله‌والو طالبانو د معمول خلاف بې‌فکره د پېښې مسؤلیت ځکه ومانه چې په وینا يې، خپل بادار له نړیوالې سیاسي انزوا اوباسي.

ولسمشر محمد اشرف غني دا هم وویل چې هر هغه څوک چې ځان ته د مسلمان او افغان په نومونو قایل دي، باید ثابته کړي چې د دې ډول وحشتونو په وړاندې د درېدلو اخلاقي او وجداني جرأت لري.

ښاغلي غني وویل، افغانان له نړیوالې ټولنې دا هیله لري چې د ترورېزم ملاتړي هېوادونه له دغه کاره د لاس اخیستلو په هدف تر فشارونو لاندې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې خونړیو ترورېستي حملو زیات شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل ښار د جمهوریت روغتون مخې ته په یوه موټر بم انتحاري حمله کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، ۱۰۳ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپيان دي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو د دې حملې د مسؤلیت د منلو تر څنګ ادعا وکړه چې په یادې انتحاري حمله کې يې له ۲۰۰ ډېرو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې، خو د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک تېره ورځ په یوه خبري غونډ‌ه کې وویل چې په دې پېښه کې یوازې ۵ پولیس وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د ولسمشر تازه څرګندونې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په معنی بولي.

له ډلې یې باري عارض ازادي راډيو ته وویل، دوی هیله‌مند دي چې امنیتي ځواکونه به د مخالفینو په وړاندې خپل پوځي عملیات تېز کړي.

عبدالباري عارض
عبدالباري عارض

نوموړي زیاته کړه:

"نن او پرون په ولایتونو کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد د امنیتي ځواکونو سخت عملیات روان دي، نو غچ اخیستل خو داسې نه‌دي چې په همدې میدان کې چې انتحاري حمله شوې، طالب هم راوستل شي او همدلته ووژل شي، د ولسمشر نننۍ څرګندونې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په معنی دي."

ښاغلي عارض وویل چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نړۍ د استخباراتو جګړه جریان لري او تر بل هر وخت‌يې زور اخیستی، افغان امنيتي او کشفي ارګانونه په بشپړې ځواکمنتیا خپلې دندې ترسره کوي.

ده وویل، افغان حکومت باید خپلو مخالفینو ته د پرمختګ او اقتصاد له لارې ماته ورکړي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه چې د خپلو ژمنو او تړونونو له مخې باید له افغان حکومت سره په استخباراتي برخه کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي چارو یو شمېر نور پوهان او سیاسیون بیا د افغانستان د امنیتي وضعيت د خرابېدو پړه پر افغان امنیتي مسؤلینو اچوي او وايي، دوی د خپلو مسؤلیتونو د پر ځای کولو او دې برخې ته د پام اړولو پر ځای، په سیاسي مسایلو بوخت دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG