د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

امریکا پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د طالبانو پر ضد دې "قاطع عمل" وکړي


د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

د کابل په موټر بم چاودنه کې لا هم یو شمېر کسان لادرکه دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو او "هغې ترورېستي زېر بنا" پر ضد چې ملاتړ يې کوي، "قاطع عمل" وکړي.

ډونالډ ټرمپ بېګا په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې په اړه په ځانګړي بیان کې وویل:

"زه دا کرغېړنه حمله چې ګڼ شمېر بې ګناه، ملکي وګړي په کې ووژل او لسګونه کسان زخمیان شول غندم. دا قاتلانه حمله زموږ او زموږ د افغان شریکانو تعهد نوی کوي."

د امریکا د ولسمشر په بیان کې راغلي:

"اوس باید ټول هېوادونه د طالبانو او د هغوي د ملاتړ کوونکې ترورېستي زېر بنا پر ضد پرېکنده عمل وکړي." خو نور توضیحات یې نه‎دي ورکړي.

په کابل کې د پرونۍ حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو واخېست.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ تنه زخمیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې حمله کوونکي له امنیتي پوستو د تېرېدو لپاره چاودېدونکي مواد په یوه امبولانس کې پټ کړي وو.

د پرونۍ حملې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم ورته خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

ټېلرسن ویلي:

"ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي، مسؤلیت لري چې د طالبانو د تشدد د پایته رسولو لپاره قاطع ګامونه پورته کړي."

هغه پرونۍ حمله په شدت غندلې او ویلي یې دي چې امریکا په کلکه د افغانانو د هڅو ملاتړ ته ولاړه ده چې په خپل هېواد کې سوله، امنیت او ثبات غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر وېب‎پاڼه د ټېلرسن په حواله لیکل شوي:

"هغو کسانو په وړاندې زغم نه‎شي کېدلای چې د ترورېستانو ملاتړ کوي یا پناه ځایونه ورته برابروي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:

"پر ملکي وګړو د حملې لپاره له امبولانسه کار اخېستل د افغانانو او ټولو هغو خلکو په وړاندې چې د سولې ټینګولو هڅې کوي غیر انساني بې پراويي څرګندوي. دا کار د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي."

د امریکا حکومت تېره اوونۍ د کابل ښار پر انټر کانټنینټال هوټل تر وسله‎والې حملې وروسته، پر پاکستان غږ وکړ چې د وسله‎والو طالبانو مشران فوراً ونیسي، یا یې له خپلې خاورې وشړي.

افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد
افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد

د امریکا حکومت همدا راز د حقاني شبکې او طالبانو شپږ کسان د ترورېستانو په تور لېست کې شامل کړل چې د طالبانو په رژیم کې د افغانستان د مرکزي بانک رئیس عبدالصمد ثاني هم په کې شامل و.

ټېلرسن په وروستیو خبرو کې د پاکستان په اړه څه نه‎دي ویلي، خو په افغانستان او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد پرون له ازادي راډیو سره په مرکه کې وويل:

"په دې کې شک نشته چې څومره پوځي فشار زیاتېږي، د جګړې ډګر به لا تودېږي، پاکستان او د پاکستان په ادارو کې د ترورېستانو پلویان او یو شمېر ترورېستي ګروپونه به داسې غبرګونونه څرګند کړي خو هغو به بلاخره ناکام شي."

خو د پاکستان حکومت په کابل کې پرونۍ حمله غندلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویب‎پاڼه لیکل شوي:

"موږ د ترورېزم د ريښو د ایستلو لپاره د دولتونو ترمنځ د هماهنګو او اغېزمنو هڅو پر اړتیا ټینګار کوو."

پرونۍ حمله د په کابل کې د صدرات څلور لارې او جمهوریت روغتون ترمنځ سیمه کې وشوه چې د سولې د عالي شورا او اروپايي اتحادیې دفترونه، د هند سفارت او د یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونه ورته نېږدې دي.

په کابل ښار کې نننۍ چاودنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د هند ولسمشر رام ناټ ګووند پر ټوېټر لیکلي:

"د ترورېزم له ځواکونو سره په جګړه کې هند اوږه په اوږه د افغانستان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی."

د فارس خبري اژانس په حواله، د ایران حکومت هم په کابل کې حمله غندلې ده.

د سعودي عربستان د دولتي خبري اژانس په حواله، پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود پرون ولسمشر محمد اشرف غني ته پیغام استولی او ویلي یې دي:

"داسې جنایت او له ګناه" ډک عمل غندي."

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چاودنه په کابل کې د هغوی د سفارت ودانۍ ته نېږدې شوې خو هېڅ کارکوونکي ته یې زیان نه‎دی رسېدلی.

د پاریس ښاروالۍ آنه هیدالګو پرون پر ټوېتر ولیکل چې په کابل کې د پرونۍ خونړۍ حملې د قربانیانو د درناوي او کابلیانو سره د پاریس د خلکو د غم شریکۍ څرګندولو لپاره به د شنبې په شپه د ایفل برج څراغونه مړه وي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرۍ فدریکا موګریني په یوه اعلامیه کې چې پرون ماسخوتن خپره شوه، لیکلي:

"دا کارونه د سولې د هڅو او د افغانانو ضد دي. اروپايي ټولنې د افغانستان له حکومت، خلکو او هغو کسانو سره چې سوله غواړي مرسته کړې او همکارۍ به جاري وساتي."

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ منشي میروسلاو لایچاک پر ټوېتر لیکلي:

"په افغانستان کې په وروستیو کې د تشدد زیاتېدل د اندېښنې وړ دی."

​په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو پر دې چې د حملې لپاره له داسې موټره چې د امبولانس په ډول رنګ شوی و، کار اخېستل شوی اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار یې بللی دی.

تدامیچي یاماموتو ویلي:

"د شنبې د ورځې حمله بې رحمي ده. هغه کسان چې داسې حمله یې پلان او تنظیم کړي باید عدالت ته مخامخ شي او حساب ورسره وشي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل ویلي:

"د طالبانو سیمه‎ييز بادار د افغانستان پر ښاري سیمو حملو ته شدت ورکوي چې د نړیوالو دا غوښتنه ردوي چې د ترورېزم ځالې باید له‎منځه یوسي."

صیقل پر ټوېتر لیکلي:

"د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ښايي چې پر غندنه اکتفا ونه‎کړي او مخکې تر دې چې لا زیات ملکي افغانان ووژل شي او ټوله سیمه د اور په ګوله بدله شي باید ضروري ګامونه پورته کړي."

XS
SM
MD
LG