د «عالمانو مصلحت شورا» د بین‎الافغاني سولې په تړاو له حکومت سره طرحه شریکوي

د افغانستان د «عالمانو د مصلحت اسلامي شورا» د روانو ستونزو د هواري لپاره بین الافغاني سوله غوره لاره ګڼي.

دغه شورا په افغانستان کې د جنګونو پر دوام اندېښنه ښيي او وايي، په پام کې لري چې د سولې د بین الافغاني خبرو اترو په هدف یوه طرحه له حکومت سره شریکه کړي.

د افغانستان د «عالمانو د مصلحت اسلامي شورا» رئيس مولوي بحرالدین جوزجاني د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۰۵» په کابل کې په یوه غونډه کې د سولې د ټینګښت لپاره د عالمانو پر رول ټینګار وکړ او هیله یې وښوده چې دغه طرحه به په هېواد کې تاوتریخوالی او جنګونه ختم کړي.

ده حکومت ته د وړاندې شوې طرحې په اړه وویل:

"کومه طرحه چې موږ یې لرو داده چې دواړه لوري خپل صلاحیت لرونکي پلاوي معرفي کړي او د عالمانو، مدرسینو، د پوهنتون داستادانو او ځوانانو یوه دریم ګړی بل الخیره ډله جوړه کړي او دولت او طالبان دا ومني چې امنیت یې نیسي، ان شاءالله موږ افغانان په خپلو کې کېنو او سوله به راولو، حکومت ته زموږ دغه طرحه ده."

ښاغلي جوزجاني وویل، د پاکستان او ایران د استخباراتو په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته دسیسې جوړي کړي او د دغه هېواد د ویجاړولو په فکر کې دي.

ده په دغه ناسته کې د هېواد له امنیتي ځواکونو سره پر جدي همکارۍ هم ټینګار وکړ.

په دغه ناسته کې داسلامي ارزښتونو د ملاتړې شورا رئیس عبدالقادر قانت هم په افغانستان کې روانه جګړه او تاوتریخوالی د دینې اصولو خلاف وګاڼه ویې ویل چې دغه جنګونه شرعي صبغه نه لري.

قانت: دا جنګ دیني صبغه نه لري.

د یادې شورا مسؤلینو دغه شان د انتحاري حملو د حرام ګڼلو په تړاو په ځنډ سره د پاکستاني عالمانو پر فتوا انتقاد وکړ وایې چې یاده فتوا پر نوموړي هېواد امریکا د وروستیو فشارونو له امله شوې ده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو رئیس فضل الکریم سراجي هم له امنیتي ځواکونو نه پر ملاتړ ټینګار وکړ او د افغان ځواکونو د مورال په لوړولو کې يې د دینې عالمانو رول مهم وګاڼه.

داخبرې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې پر کابل او ځینو ولایتونو د وسله والو مخالفینو بریدونو زور اخیستی چې له امله ېې د کابل د انټرکانټیننټال پر هوټل او د ننګرهار د ماشومانو د خوندیتوب پر موسسې د بریدونو په نتیجه کې، په لسګونو کسان ووژل شول.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د سولې په راوستلو کې د دینې عالمانو رول مهم ګڼي او د دوی د دغې هڅې هرکلی کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویندوی د دفترسرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

شاه حسین مرتضوي

"حکومت پخپله په بین الافغاني سوله معتقد دی، زموږ تجربه له حزب اسلامي سره یوه ښه او بین الافغاني تجربه وه، کوم لید لوري چې د سولې پروسه پیاوړې کړي موږ یې هرکلی کوو."

ښاغلی مرتضوي تمه ښيي چې دیني عالمان د هغو جنایتونو په وړاندې چې د حکومت، خلکو، امنیتي ځواکونو او مرستندویو بنسټونو پرخلاف تر سره کېږي هم خپل غږ پورته کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې باور ده چې دیني عالمان د خلکو د باور وړ دي او کولي شي چې د جوماتونو او خلکو سره د ناستو له لارې، سولې ته زمینې برابرې کړي.

راپور:خان محمد سیند