د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د حملې په اړه نړیوالې تبصرې


د لوېدیځو ډېری ورځپاڼو د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د شنبې د شپې حملې ته کتنه کړې.

  • ټلګراف

د بریتانیا چاپ ټلګراف ورځپاڼې لیکلي چې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د ډله‌ییزې حملې پر مهال چارواکو ویل، دوی په هوټل کې د بهرنیو مېلمنو د شمېر په اړه معلومات نه‌لري او وېره‌یې څرګندوله چې ښايي یو شمېر کسان برمته شوي وي.

ورځپاڼه لیکي:

دا برید په کابل کې د امریکا د سفارت له هغه اعلانه دوه ورځې وروسته وشو چې ویلي یې و، د حامد کرزي هوايي ډګر ته نږدې پر بارون هوټل یا د کابل پر بل کوم هوټل د وسله‌والو طالبانو د حملې په اړه‌یې معلومات ترلاسه کړي دي.

ټلګراف لیکي چې په دې اړه د امریکا د سفارت په بیان کې یادونه شوې وه چې د استخباراتي معلوماتو له مخې وسله‌وال ښايي پر غونډو، مظاهرو، دولتي ادارو، ټرانسپورتي سیستم، بازارونو او هغو ځایونو حملې وکړي چې بهرنیان غونډې په‌کې کوي.

د ټلګراف راپور زیاتوي، که څه هم د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکا د مرستو له زیاتېدو وروسته پر طالبانو فشار زیات شوی دی، خو د افغانستان امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

  • نیویارک ټایمز

ټلګراف او امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز دواړو لیکلي چې وسله‌والو طالبانو د کابل پر انټرکانټیننټال شپږ کاله مخکې هم ورته برید کړی و.

پر دې هوټل د ۲۰۱۱ میلادي کال په برید کې د نهو انتحاريانو په ګډون ټول ۲۱ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي وو.

نیویارک ټایمز لیکي، حتی وروسته له دې چې چارواکو وویل، برید پای ته رسېدلی، بیا هم د ورځپاڼې خبریال راپور ورکاوه چې دی د چاودنو او ډزو غږونه اوري.

ورځپاڼه لیکي:

دا ډزې د چارواکو په وینا د تصفیوي عملیاتو پر مهال کېدې.

نیویارک ټایمز لیکي چې وسله‌وال طالبان اکثر ډېر ژر د خپلو حملو مسؤلیت مني، خو پر انټرکانټیننټال هوټل د حملې مسؤلیت‌یې د هغې له پیله ۱۴ ساعته وروسته اعلان کړ.

نیویارک ټایمز په پای کې د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند جاوید فیصل له قوله لیکي چې نوموړی د استخباراتي راپورونو پر بنسټ وايي، دا برید په پاکستان کې د دېره حقاني شبکې له‌خوا شوی دی.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

بله امریکایۍ ورځپاڼه سټارز اېنډ سټرایپس "Stars and Stripes" د همدې موضوع په اړه لیکي:

د یکشنبې په سهار چې د انټرکانټیننټال پر برید ۱۳ ساعته اوښتي وو، د ژورنالېستانو یوه ډله د کابل ښار په باغ‌بالا سیمه کې د هوټل مخې ته په داسې حال کې راټول شوي وو چې لا هم د خال خال چاودنو او ډزو غږونو ازانګې کولې.

ورځپاڼه د رحمت‌الله عمرخېل په نوم د یوه عیني شاهد له قوله لیکي چې وايي، دا پېښه په افغانستان کې د امنیتي حالت په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ویلی شي.

عمرخېل سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي چې سترګې یې غړولي، نو په افغانستان کې جګړه وه، خو دی وېرېږي چې وضعیت تر دې هم خراب نه‌شي.

XS
SM
MD
LG