د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د کورنیو چارو وزارت: د کانټیننټال پېښه کې د ځینو مړو د پېژندلو لپاره مرسته غواړو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انټرکانټیننټال پر هوټل حمله کې د ځینو امریکایانو وژل او ټپي کېدل تأيیدوي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو امریکایانو شمېر نه‌دی ښودلی چې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل برید کې وژل شوي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې حد اقل په دغه برید کې د درېیو تنو جسدونه د سوځېدو له کبله د پېژندلو وړ نه‌دي.

د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رئیس نجیب امان د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» ازادي راډیو ته وویل چې بریدګرو کانټیننټال هوټل ته له ننوتلو سره سم ځیني اطاقونه سوځولي چې له امله‌یې یو شمېر کسان هم سوځېدلي دي.

ښاغلي امان وویل:

"جسدونه کاملاً سوځېدلي او په همدې دلیل‌یې پېژندنه ډېره مشکله ده. هوکړه شوې چې موږ په دې برخه کې په افغانستان کې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو مرسته وغواړو، څو دغه جسدونه د پېژندنې لپاره هغو لابراتوارونو ته انتقال شي چې لوړ ظرفیت لري، حد اقل درې جسدونه داسې شته چې هېڅ نه‌دي پېژندل شوي."

د یکشنبې په شپه د انټرکانټیننټال پر هوټل له خونړۍ حملې وروسته چې د طالبانو د پنځو غړو له لوري ترسره شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په دغې حمله کې ځینو امریکایانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د شمېر په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رئیس د کانټیننټال پر هوټل برید کې یوازې د ثریا زابلۍ په نوم د افغاني‌الاصلې امریکايۍ تبعې وژل کېدل تأيیدوي.

له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې په یاد پرید کې ۲۲ تنه وژل شوي چې ۱۴یې بهرنیان دي.

د حملې بهرني قربانیان د اوکراین، وینزویلا، جرمني او قرغزستان اتباع دي چې ډېری یې د کام اير شرکت کارکوونکي وو.

پر کانټیننټال هوټل حمله په داسې حال کې کېږي چې د دغه هوټل امنیتي مسؤلیت له حملې درې اوونۍ وړاندې یوه خصوصي امنیتي شرکت ته سپارل شوی و.

که څه هم د کابل د ګارنېزیون قوماندان افضل امان له دې وړاندې خصوصي امنیتي شرکت ته د دغه هوټل د امنیتي مسؤلیت د سپارلو په اړه بې‌خبري ښودلې وه، خو یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، څېړونکی پلاوی باید په دغې پېښه کې د کشفي او استخباراتي بنسټونو د ضعف پر ټکي کار وکړي.

د پوځي چارو افغان کارپوه جاوید کوهستاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا زموږ د نظام او د کشفي او استخباراتي بنسټونو د ضعف ښکارندويي کوي. موږ باید دا مسئله روښانه کړو چې د کابل امنیت ریاست، اوپراتیفي ریاست، د ملي امنیت ریاست، د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې اداره، د کورنیو چارو وزرات د استخباراتو اداره او یا په لسګونه نورې کشفي ادارې چې میلیونونه ډالره معاش اخلي او امکانات لري، دوی ولې نه‌شي کولای چې دغه شبکه وپېژني."

خو د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رئیس نجیب امان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست دوه کمېسیونونه د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه په جدي څېړنو بوخت دي.

د نوموړي په خبره، تر دې دمه څېړنې ښه نتیجه لري، خو د محرمیت له کبله‌یې د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ښاغلي امان په خبره، د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته که هر شخص او یا بنسټ مسؤل او یا ملامت وګڼل شي، تر قانوني څار لاندې به ونیول شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG