کابل کې د امریکا سفیر: بلخ کې دې نوي والي ته واک ژر تر ژره ولېږدول شي

د جمهوري ریاست او د بلخ د پخواني والي ترمنځ د راولاړې شوې سیاسي لانجې په دوام په کابل کې د امریکا سفیر وايي، له روان وضعیت نه یوازې ترورېستان ګټه پورته کوي.

جان باس چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۸» یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، له پخواني والي نه نوي هغه ته واک باید ژر تر ژره او د قانون په رڼا کې ولېږدول شي.

د نوموړي په خبره د واک په انتقال کې تاوتریخوالي ته هېڅ ځای نشته.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس

دی وايي:

"موږ باور لرو چې دا سیاسي لانجه او یا هم د پخواني والي عطا محمد نور څخه نوي والي ته واک باید په سوله‎ییز ډول انتقال شي، دلته په ټولنه کې نور د اضافي تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځای نشته."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې هم په بلخ کې له سوله‎ییزې لار د واک د انتقال غوښتنه کړې وه.

جمعیت اسلامي ګوند د امریکا د مرستیال ولسمشر له دا ډول څرګندونو هرکلی کړی و.

خو ښاغلي نور ویلي، تر کومه چې له ارګ سره د جمعیت ګوند خبرې نتیجه ورنه‎کړي په ځپل ځای به پاتې وي.

تراوسه د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ خبرو نتیجه نه‎ده ورکړې.

ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا یوه میاشتې وړاندې د عطا محمد نور استعفا ومنله.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، په بلخ کې د واک انتقال مهم دی، خو باید ټولو خواوو ته قناعت ورکړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو باید د حکومت مخالفینو، خلکو او نړېوالې ټولنې ته قناعت ورکړل شي، نو زه فکر کوم چې دا یوه عامه پروسه ده او هېڅ‎څوک یې باید مخالفت ونه‎کړي او په کار ده چې اهداف باید عمومي وي."

د ښاغلي خادم په خبره که څه هم د حکومتي مامورینو تغیر، تبدیل او یا هم عزل کول د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي، خو دا چې اوسنی حکومت د توافق له مخې رامنځته شوی په کار ده چې د قضایاوو پر وړاندې چلند هم دې مسایلو ته په پام ترسره شي.

راپور: محمد حدیث پردېس