د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

وال سټریټ ژورنال: غني ته د نور لیرې کول د جنګسالارانو د واک ختمولو ازموینه ده


د نړۍ دوو ورځپاڼو د افغانستان د ولسمشر او د بلخ د مستعفي والي ترمنځ پر روانو جنجالونو لیکنې خپرې کړې دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي، له کله چې د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ اعلان شوی، دی هره ورځ خپل دفتر ته ځي.

د ورځپاڼې په وینا، ښاغلي غني په تېرو درېیو کلونو کې هڅې کولې چې عطا محمد نور د بلخ له ولایته لیرې کړي.

نیویارک ټایمز دې ته هم اشاره کړې چې پخوا هم داسې شوي چې یو سیمه‌ییز مقام د مرکزي حکومت امر رد کړي، خو ورځپاڼه لیکي له ۲۰۰۱ میلادي کال راوروسته ښایي داسې هڅې افغانستان له ماتې سره مخامخ کړي.

نیویارک ټایمز د جمهوري ریاست تېرو انتخاباتو او راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې د عطا محمد نور خبرې راخیستې دي چې وایي، زه نه‌غواړم چې دوهم کس واوسم.

د دې اوږدې مقالې په وروستیو کې راغلي، عطا محمد نور د افغانستان په شمال کې خپلې ملېشې لري چې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، له بشري حقونو څخه‌یې ډېرې سرغړونې کړې دي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم همدا مسئله څېړلې ده او لیکي، عطا محمد نور ولسمشر غني له یوه امتحان سره مخامخ کړی دی.

د ورځپاڼې په باور، سربېره پر دې چې یوه میاشت مخکې د افغانستان ولسمشر د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ خبر ورکړ، خو نور لا هم د بلخ د ولایت له مقامه نه‌دی خوځېدلی.

وال سټریټ ژورنال بیا لیکي، د ولسمشر غني لپاره د بلخ د والي لیرې کول د جنګسالارانو او د زورواکو د واک د پای ته رسېدو یوه ازموینه ده.

د ورځپاڼې په باور، دې زورواکو ته په دې سترګه کتل کېږي چې نه‌پرېږدي افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.

ورځپاڼې په کابل کې د پالېسۍ او څېړنې د مرکز د مشر هارون میر په قول لیکلي، اوس دا مسئله د دوو کسانو ترمنځ نه‌ده چې یو به‌یې ځي او یو به‌یې پاتېږي، اوس مسئله د جمعیت د ګوند د بقا، د ولسمشر غني د حکومت او په خپله د ښاغلي غني ده.

  • نشنل انټرسټ

د افغانستان د دولت دننه د اختلافاتو په ترڅ کې د لوېدیځ یوې بلې خپرونې د افغانستان پر سر د واشنګتن او اسلام‌اباد اختلافاتو ته اشاره کړې ده.

نشنل انټرسټ لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا پر پاکستان فشار راوستی، تر څو په خپله خاوره کې د افغان طالبانو خوندي پناه ځایونه له‌منځه یوسي.

خپرونه لیکي چې د بې‌اعتمادۍ په فضا کې دواړه لوري یو بل تورنوي او د اسلام‌اباد او واشنګتن ترمنځ پخوانۍ تودې اړیکې په وروستیو کلونو کې په بې‌ساري ډول سړې شوې دي.

نشنل انټرسټ لیکي چې پاکستان بیا بیا دا خبره کوي چې د افغانستان جګړه په خپله خاوره کې مخته نه‌شي وړی.

خو امریکا د سیمې لپاره د خپلې ستراتېژۍ له مخې له پاکستانه خپلې غوښتنې لري.

خپرونه وړاندې لیکي، امریکا نور په پاکستان باندې هغسې باور نه‌شي کولای، لکه په ۹۰ میلادي کلونو کې چې یې کاوه.

په مقاله کې د امریکا او پاکستان اړیکې پخوانۍ یادې شوي او لیکل شوي دي چې د افغانستان روانې جګړې مخکنۍ دي، نو د دې لپاره چې ښه روابط ښه پاتې شي، خبرې په‌کار دي.

نشنل انټرسټ لیکي چې امریکا په ښکاره ویلي دي چې پاکستان ته په‌کار دي چې طالبان د خبرو مېز ته چمتو کړي.

خپرونه لیکي که داسې شي، نو پاکستان به مجبوره نه‌شي چې د امریکا غوښتنو ته په سیمه کې په زوره غاړه کېږدي.

XS
SM
MD
LG