امریکايي او پاکستاني چارواکو د افغانستان پر وضعیت او پر خپلو اړیکو خبرې کړي

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندې مشر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز د افغانستان د وضعیت، له ترورېزم سره د مبارزې او د واشنګټن او اسلام ابا ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر وايي، متحده ایالات به په یو اړخیز ډول د پاکستان پر خاوره اهداف په نښه نه کړي.

جوزف ووتل

جنرال جوزیف ووټل دا خبره د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په یوه وروستۍ ټلیفونې تماس کې کړې ده.

لوېدیځو خبرې اژانسونو پرون د پاکستان د پوځ د ویاند اصف غفور له قوله ولیکل چې د دې هېواد د پوځ مشر دغه لوړ رتبه امریکايي قوماندان ته ډاډ ورکړی دی چې پاکستان پر خپله خاوره د هغو وسله والو پر ضد لا دمخه عملیات پیل کړي دي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې پاکستان به د افغانستان د سولې لپاره له هر ډول نوښت ملاتړ ته دوام ورکړي.

جنرال قمر جاوید باجوه

جنرال قمر باجوه ویلي دي چې پاکستان د هغو ډلو په اړه چې د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د خپل فعالیت لپاره ګټه اخلي د واشنګټن له اندېښنو خبر دی او اسلام اباد به د امریکا له مالي مرستې پرته هم د ترورېزم پر ضد مبارزې ته دوام ورکړي.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي، د هېواد په اړه يې د امریکا د وروستیو بیانونو له امله د پاکستان ولس داسې احساس کوي چې ګواکې د لسیزو له هکماریو وروسته واشنګټن ورسره خیانت کړی دی.

دا بیانونه یوه اوونۍ وروسته له هغې ورکول کېږې چې امریکا پاکستان ته د سلګونو میلیونو ډالرو پوځې مرسته وځنډوله او پاکستان يې تورن کړ چې پر خپله خاوره د تروریستي ډلو پر ضد ګامونه نه اخلې.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکو بحران وروسته له هغې تر بل هر تېر وخت زیات شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په خپل لومړي ټویټ کې پاکستان تورن کړ چې د ۳۳ میلیارډه ډالرو مرستې په بدل کې يې امریکا ته یوازې فریب ورکړی او دروغ يې ورته ویلي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند لوېدیځو خبرې اژانسونو ته ویلې چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.