نور: که خبرو نتیجه ورنه‎کړه، نو خپل پلویان به مدني نافرمانیو ته راوبولم

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» یې په مزارشریف ښار کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته خبرې کول وویل چې د جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ د خبرو لومړنی پړاو ترسره شوی دی.

د نوموړي په خبره که د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ خبرو نتیجه ورنه‎کړه، نو خپل پلویان به مدني نافرمانیو ته راوبولي.

ښاغلي نور همدا راز په دې برخه کې ځینو نورو انتخابونو ته هم اشاره لرله.

دی وايي:

"د تفاهم او مذاکرې وړاندیز شوی دی، لومړنې خبرې پرون وشوې وګورو چې نتیجه یې څه راوځي، موږ تفاهم خوښوو که داسې ونه‎شول بیا په تاسو غږ کوم چې مدني حرکتونه او قوي مدني نافرمانۍ ترسره کړئ؛ که دا هم ونه‎شول، بیا سلا مشوره کوو چې نور انتخابونه څه کیدای شي."

د جمعیت اسلامي ګوند یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې د تېرې ورځې په خبرو کې صلاح‎الدین رباني، ستار مراد، محي الدین مهدي د جمعیت اسلامي له لوري او د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د حکومت له لوري په خبرو کې حاضر وو.

حکومت او په ځانګړي توګه جمهوري ریاست د خبرو د پيل په اړه څه نه‎دي ویلي.

د دغه خبرو د پیل په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په مزارشریف ښار کې یوې غونډې د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د ملي امنیت شورا او د ملي امنیت ریاست د وزیر اکبر خان په ۱۵م سړک کې غېرې مسؤلو او اوباشو کسانو ته د دې لپاره وسلې وېشي چې د بلخ امنیت خراب کړي.

نوموړي همدا راز خبرداری ورکړ چې دغه کسان به له هېڅ ډول مشورې پرته وځپي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د ښاغلي عطا محمد نور دغه څرګندونې رد کړې او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي چې په یاد شوي ادرس کې د ملي امنیت شورا کوم میلمستون نه‌لري او وړاندې شوي معلومات هم بې بنسټه دي.

له بلې‎خوا د بلخ د نوي والي انجنیر محمد داوود ویاند وايي، هغه ځای چې د وزیر اکبرخان په ۱۵م سړک کې دی او عطا محمد نور یې په اړه ویلي دي د بلخ د نوي والي دفتر دی.

د بلخ نوی والي انجنیر محمد داوود

رحمت الله فطرت له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه دفتر کې هېڅ ډول وسلې نه‎دي وېشل شوي، بلکې د والي ساتونکو ته قانوني امکانات ورکړل شوي دي.

ښاغلی فطرت همدا راز د عطا محمد نور څرګندونې د نقاق اچولو یو بڼه ګڼي او وايي چې د بلخ د ولایت په څوکۍ د نوموړي پاتې کېدل د خلکو او حکومت په ګټه نه‎دي.

دی وايي:

"موږ مکرراً غوښتنه کوو چې هغوی «عطامحمد نور» د جمعیت اسلامي د رهبرۍ چې د دغه ګوند اجرائیه رئیس هم دی، لاړ شي او ښاغلي داوود ته چې د دغه سیاسي ګوند غړی دی او د نوموړي د امر لاندې به وي موقع ورکړي چې بلخ ته لاړ شي او د حکومت په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړي او دا به د خلکو په ګټه وي او همدا راز هغه سوئ تفاهم چې رامنځته شوي له همدې لارې ښايي حل شي."

انجنیر محمد داوود دوه اوونۍ وړاندې د عطا محمد نور د استعفا تر منظورۍ وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د بلخ د والي په توګه وټاکل شو.

د بلخ د نوي والي ویاند رحمت‎الله فطرت وايي، بلخ ته د انجنیر داوود په ورتګ به د دغه ولایت امنیت خراب نه‎شي.

د نوموړي په خبره د بلخ نوی والي د دغه ولایت د امنیت لپاره ښې برنامې لري.

راپور: محمد حدیث پردېس