ارګ د روېټرز په ځواب کې: سیاسي رقابتونه د سیاسي بې‌ثباتۍ په معنی نه‌شي کېدای

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، سیاسي رقابتونه د ډموکراسۍ یو اصل دی او په هېڅ وجه د سیاسۍ بې‌ثباتۍ په معنی نه‌شي کېدای.

جمهوري ریاست وايي، سیاسي اختلافات د اندېښنې وړ نه‌دي او حکومت د بیان ازادۍ ته درناوی لري.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت د اساسي قانون پر اساس د سیاسي ګوندونو فعالیتونه تضمین کړي او بېلابېل لید لوري د سیاسي بې‌ثباتۍ نه، بلکې د سیاسي ازادۍ په معنی کېدای شي.

شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د سیاسي رقابتونو میدان پرانیستی پرېښی او اساسي قانون هم د سیاسي احزابو او د بیان ازادي تظمین کړې ده. په افغانستان کې بېلابېل مطرح کېدونکي لید لوري له وضعیته د اندېښنې د څرګندولو نه، بلکې د بیان او د سیاسي ازادۍ ښکارندويي کوي."

جمهوري ریاست په داسې حال دا څرګندونې کوي چې تازه روېټرز خبري اژانس د یوه مطلب په خپرولو سره ویلي چې افغانستان له یوه سیاسي بن بست سره مخامخ دی.

روېټرز د بلخ د پخواني والي چې په خبره‌یې د مرکزي حکومت له امره‌یې سرغړونه کړې موضوع ته په اشارې سره ویلي چې دې مسئلې سیاسي بې‌ثباتي لا زیاته کړې ده.

نور: زه د بلخ والي وم او یم به!

د عطا محمد د وروستیو څرګندونو په اړه د عبدالله عبدالله غبرګون

افغان ولسمشر بلخ ته د سفر پر مهال د بلخ له پخواني والي سره.

څه موده وړاندې امریکايي چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې ویلي و چې د عطا محمد نور او د حکومت ترمنځ شدیدو اختلافاتو د دغه هېواد د نازک امنیتي وضعیت پر وړاندې تازه اندېښنې پیدا کړې دي.

واشنګټن پوسټ: د غني او نور ترمنځ درز ښايي حکومت نور هم مات کړي

له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، په افغانستان کې له امنیتي ستونزو نیولې او بیا تر سیاسي اختلافاتو پورې له ګڼو مشکلاتو څوک انکار نه‌شي کولای، خو ولس ته باید د ناهیلۍ پیغام ورنه‌کړل شي.

له ډلې یې سید خالد سادات ازادي راډیو ته وویل:

"زه د روېټرز اژانس له دې خبرې سره چې په ټوله معنی یې د افغانستان نظام کاواکه او بې‌ثبات تعریف کړی، کاملاً موافق نه‌یم. اختلافات شته، خو له دغه وضعیت څخه باید داسې تعریف وړاندې نه‌شي چې خلک د راتلونکې په اړه ناهیلي شي."

د ښاغلي سادات په خبره د ګڼو ستونزو با وجود په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت هڅې او لاسته راوړنې د ستایلو دي او په کار ده چې د بېلابېلو سیاسي ډلو ټپلو له لوري مطرح کېدونکي انتقادونه د شخصي ګټو نه، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مطرح شي.

راپور: محمد حدیث پردېس