عباس: د منځني ختیځ د سولې په چارو کې د منځګړي په توګه د امریکا رول نه‎شم منلی

د فلسطیني ادارې مشر په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې وویل چې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د سولې په برخه کې دوو دولتونو حل‎لارې ته ژمن دی، خو وایي ملګرو ملتونه دې د سولې د هڅو مشري واخلي.

محمود عباس په‎دې سرمشریزه کې چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» جوړه شوې وه وویل، د امریکا له لوري د ډسمبر د شپږمې نېټې اعلان چې بیت‎المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده، حیران کړی دی.

د فلسطیني ادارې مشر وايي "م. م" دې د فلسطین د سولې د هڅو مشري واخلي.

دی وایي، نور د منځني ختیځ د سولې په چارو کې د منځګړي په توګه د امریکا رول نه‎شي منلی.

ښاغلي عباس دغه‌راز تر دې سرمشریزې وروسته په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسرائیل غړیتوب غیر قانوني دی.

د فلسطین په اړه د استانبول غونډه

دی وايي:

"موږ به د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسرائیلو د غړیتوب لپاره د دغه سازمان عمومي اسامبلۍ ته ورشو، ځکه په‎دې سازمان کې د اسرائیلو غړیتوب د ټولو نړیوالو مقرراتو خلاف دی او هم به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ولاړ شو، څو هلته د فلسطین دولت لپاره بشپړ غړیتوب ترلاسه کړو."

عباس وايي "م. م" دې د فلسطین د سولې په هڅو کې د منځګړي په توګه د امریکا ځای بدل کړي .

بل‎خوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې بیت‎المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني.

نوموړي د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په ګډه خبري غونډه کې دا خبره وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

هغه زیاته کړه:

"یو ځل بیا زه غواړم یوه تاریخي غوښتنه وکړم. زه پر ټولو هغو هېوادونو چې تر اوسه‌یې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت نه‎دی پېژندلی غږ کوم چې ژر تر ژره دا کار وکړي. نن موږ اعلان کوو چې بیت‎المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژنو. سر له اوسه به زموږ له نظره بیت‎المقدس د فلسطین پلازمېنه وي او همداسې به پاتې وي."

اردوغان بیت‎المقدس د مسلمانانو لپاره هغه سره کرښه بللې چې د هېڅ‌چا له‎خوا یې اشغال نه‎شي منلی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم په همدې غونډه کې د فلسطین د حقونو د دفاع لپاره د اسلامي نړۍ د ګډ کار غوښتنه وکړه.

بنیامین نتانیاهو

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبه په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» په بیت‎المقدس کې د دغه هېواد د استخباراتي سازمان موساد په یوه غونډه کې د ولسمشر ټرمپ پر پرېکړې د انتقادونو په غبرګون کې وویل:

"دا به د فسلطینیانو لپاره تر ټولو ښه وي چې حقیقت ومني او د سولې لپاره عمل وکړي، نه د تُندلارۍ لپاره او هم دوی باید د بیت‎المقدس په اړه یو بل حقیقت ومني، هغه دا چې دا نه‌یوازې د اسرائیلو پلازمېنه ده، بلکې موږ په بیت‎المقدس کې د ټولو مذاهبو لپاره د عبادت ازادي خوندي کوو. موږ هغه کسان یو چې په منځني ختیځ کې دا چاره په هغه ډول ساتو چې بل هېڅ‌چا ونه‎کړ او نور په‎کې ناکام شول. له همدې کبله دا ټول بیانات پر موږ اغېز نه‎کوي."

د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې دا پرېکړه‌یې یوازې حقایق منعکسوي او زیاتوي چې دا اقدام دا معنی نه‎لري چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې منځګړي په توګه د دغه هېواد رول له‎منځه تللی دی.