د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

اردوغان د فلسطین لپاره بیت المقدس د رسمي پایتخت په توګه وغوښت


په استانبول کې د اسلامي همکارۍ د سازمان د مشرانو غونډه پیل شوې او ادامه لري.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې بېړنۍ غونډې په پیل کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د امریکا له خوا د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په ځواب کې دې، همدا ښار د فلسطین د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژني.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن چهارشنبه «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۲ مه» په استانبول کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو د غونډې په پرانېسته کې وویل، بیت المقدس د هغو مسلمانانو په وړاندې سره کرښه ده چې په خپلو سپېڅلو ځایونو تېری نه شي زغملای.

اردوغان همدارنګه اسرائیل یو ترورېستي دولت وباله.

په همدې غونډه کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس یو وار بیا ټینګار وکړ چې د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو سره، د امریکا متحدو ایالتونو د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې د منځګړي رول له لاسه ورکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم د امریکا دا اقدام له نړیوالو قوانینو سرغړاوی وباله او زیاته یې کړه:

"د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا یوه دایمي غړي له هغه پرېکړه لیک سرغړاوی کړی چې خپله یې لاسلیک کړی دی، نو ورونو! موږ به څه کوو؟ لومړی باید د فلسطین دولت د ټولو هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي او د دې کار لپاره باید موږ ټول هڅې وکړو."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د اسلامي همکارۍ د سازمان په دې بېړنۍ غونډه کې ګډون لري.

د دې غونډې هدف د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر له هغه اعلان وروسته چې دا ښار یې د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده، د اسلامي هېوادونو د مشرانو له خوا د یوه ګډ دریځ خپلول دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د استانبول غونډې ته په وینا کې وویل، ټول اسلامي هېوادونه باید د فلسطینیانو د حقونو په دفاع کې همکاري وکړي.

نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې اسلامي هېوادونه باید خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

حسن روحاني د اسرائیلو پر ضد د مسلمانانو د یووالي غوښتنه وکړه.

وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژانده، په اروپا، منځني خیتځ او نوره نړۍ کې یې د امریکا د متحدانو انتقادونه راپورته کړل او په فلسطیني سیمو او ځینو اسلامي هېوادو کې د غوسې ډکو اعتراضونو سبب شو.

په داسې حال کې چې فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت بولي، اسرائیلو دا ښار اشغال کړی او هغه د اسرائیلو پلازمېنه ګڼي، خو د اسرائیلو دا ادعا نړیوالې ټولنې نه ده منلې او د کړکېچ د هواري لپاره یې د دواړو لورو ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG