ارګ د امریکا ستراتيژي ګټوره وبلل او پدې اړه یې د روسیې انتقاد رد کړ

افغان حکومت د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ د روسيې انتقاد رد کړی دی.

جمهوري ریاست دا ستراتیژي ګټور او بریالی بولي.

د افغانستان جمهوري ریاست د دې هېواد او د سیمې لپاره د امریکا ستراتیژي بریالۍ او ګټوره بولي او په دې برخه کې د روسيې انتقادونه ردوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال تېره شپه«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۷» ازادي راډیو ته وویل د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو ستراتیژي د ټولې سیمې لپاره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې فرصت برابر کړی دی.

دواخان مینه پال

نوموړي وویل:

"دا یوه بریالۍ ستراتیژي ده چې د سیمې لپاره يې د بدلون یو لید لوری ټاکلی دی، دا یو فرصت دی د سیمې د هېوادونو لپاره چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې په برخه کې عملي ګامونه واخلي."

تر دې مخ کې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي د زرو پر بنسټ ولاړه ده او د نوموړي په خبره د افغانستان مسئله د پوځي زرو له لارې نشي حل کېدی.

خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد يې د افغانستان د مسئلې په اړه له واشنګټن سره تماسونه ګټور بولي او دا لړۍ باید دوام ومومي.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د روسيي سفیر الکسندر مانتیسکي هم د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي وو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.

مانتیسکي: طالبانو سره د مسکو اړیکه د دې ډلې د ملاتړ په معنی نه ده

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن څو ځله په خپلو څرګندونو کې روسیه تورنه کړې ده چې له طالبانو سره همکاري کوي.

امریکایي مقام: روسیې له ۱۸ میاشتو نه طالبانو ته د وسلو ورکول زیات کړي

مټېس: امریکا طالبانو ته د روسیې له‌خوا پر وسلو ورکولو اندېښنه لري

روسیه هڅه کوي چې امریکا په افغانستان کې له ستونزو سره مخ کړي

د افغانستان د ملي شورا دواړو جرګو څو واره له طالبانو سره د روسيې اړیکې د افغانستان د جګړې د پراخولو او تاوتریخوالي ته د لمن وهلو په معنا بللي دي.

په کابل کې د روسيې سفیر که څه هم له طالبانو سره د خپل تماسونه تائیدوي، خو ټینګار کوي چې د مسکو ګټې د طالبانو له منافعو سره سمون نه لري بلکې روسیه غواړي د طالبانو پواسطه په افغانستان کې داعش ډله وځپي.