د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

دوشنبې د جون ۲۱مه


په نړېوالو ورځپاڼو كې هر يو واشنگټن پوسټ او بريتانوي ابزرور ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو كې د افغانستان په اړه بېلابېل مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې لنډيز يي نورياس نوري برابر كړى.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، د افغانستان راتلونکی د تجارت د را کړې ورکړې په شراکتونو پورې تړلې ده، خپل چاپ شوی مطلب، په وروستیو کې په واشنګټن کې د افغانستان پاکستان د ستراتیژی پرسرد ترسره شوېو خبرو په اړه پیلوي او لیکي، دغه ستراتیژي په تېر وخت اتکا کوي.

د افغانستان په جګړه کې د دې لپاره زیاته هڅه نه کیږي، چې له پوځي پلوه طالبان مات شي بلکه هدف تر ډيره حده له پاکستان سره یوه تفاهم ته رسېدل دی، چې په خپله خاوره کې د طالبانو مرکزونه بند کړي، داسې یو تفاهم چې د دغې جګړې ښکیل اړخونه وکولای شي سیاسي جوړ جاړی ته ورسیږي.

د ورځپاڼې په وینا دا د افغانستان پاکستان ګډه ستونزه ده اود حل بله لار نه لري.

واشنګټن پوسټ لیکي، د افغانستان په اړه زموږ د ستراتیژی د مبهم والی یوعلت دادی چې خلک په دې اړه چې امریکا په افغانستان له پوځي او ډیپلوماتیکو هلوځلو څخه څه غواړي لاس ته راوړی، روښانه تصویرنه لري.

د ورځپاڼې په وینا سیاسي علوم موږ ته دا درس راکوي چې کله یوه ستراتیژي مبهمه وي، د خلکو ملاتړ هم ورڅخه کمیږی.

دا هغه حقیقت دی، چې په ویتنام اوعراق کې موږ تجربه کړاو اوس یي هم په افغانستان شاهد یو.

د واشنګټن پوسټ د دې مقالې لیکوال وایي د افغانستان په اړه تر ټولومناسب تحلیل چې په وروستیوکې د ده ترنظرتېرشوی هغه د افغانستان د بریالیتوب د کلی، د وریښمو نوی لار په نوم ستراتیژی ده.

دغه ستراتیژي، چې د جانس هاپکینس د نړېوالو ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا برابره شوی، په کې د امریکا مرکزي قوماندې چې پر دغې جګړې څارنه کوي هم ډيره مرسته کړې ده.

د واشنګټن پوسټ په وینا د وریښمونوي لار په دې څیړنه کې هڅه شوې، چې له افغانستانه د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې وروسته چې امریکایي ځواکونه په وتلو پیل کوي یو داسې تصویر ښکاره کړی چې دا هېواد کولای شي د اروپا او اسیا ترمنځ د ترانزیتي لارې په توګه خپل رول ولوبوي، یوې داسې لارې چې د شمال سوداګریزې چارې به له جنوب او د ختیځ له لویدیځ سره نښلوي.

خود ورځپاڼې په وینا د ترانسپورتي شبکې پرمحور جوړه شوی ستراتيژي هغه مهال تطبیق کېدای شي، چې په افغانستان کې لویي لارې او د اورګاډي پټلی جوړې شي او د ګازو پایپ لاینونه وغزول شي.

په افغانستان کې د اورګاډي د سیستم یوه طرحه ښیي، چې ایران له هند او روسیه له پاکستان اوچین له فارس خلیج سره نښلول کیږي.

د واشنګټن پوسټ په وینا دا ټول په ګډه د دې سیمې قووت پیاوړی کوي او هم په سیمه کې د افغانستان رول د خڼډ پرځای پر یوه قوي مرکز بدلوي.

بریتانوی ابزرور:

بریتانوي ابزرور ورځپاڼه لیکي: د افغانستان په جنوب کې د طالبانو ترنفوز لاندې سیمو ته د بریتانوي او امریکایي ځواکونو د عملیاتو په غزېدا سره شخړې هم زیاتې شوې دي.

د ملګروملتونود طالبانو او القاعده ضد هڅو د اداري مشر ریچارد باریت چې پخوا د بریتانیا د تروریزم ضد اداري مشر وو، ابزرور ورځپاڼې ته ویلي، ډیر خلک په دې باوردي، چې په افغانستان کې روانه جګړه چې په کې بریتانوي ځواکونوته د تلفاتو شمېرتېره جمعه ۲۹۹ تنو ته ورسېد، سمه پرمخ نه ځي او حالات ډیرخراب شوي دي.

ښاغلی باریت ناکراره ولایت هلمند کې د بریتانوي ځواکونو پر پرمختیایي ستراتیژي انتقادونو ته په اشاره وویل، چې بهرني ځواکونه هغو سیمو ته ځي، چې پخوا هیڅکله هم نه و ورغلي او که چېرې هلته طالبان موجود وي نو طبعا په وړاندې یي جګړه کوي چې دا په خپله نا ارامي را منځته کوي.

باریت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون هم په وروستیو کې په افغانستان د پوځي هلوځلو په اړه د خپلې نا کراری نښې وښودې.

د بریتانیا صدارعظم وویل، بریتانوي او ایتلافي ځواکونوته په کارده، چې په دې اړه چې څومره ژر کولای شي له افغانستانه ووځي، غور وکړي.

ابزرور ورځپاڼه لیکي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ستراتیژي ترډیره بریده د افغان ملي اردو په روزلو پورې تړلې ده، دا هغه پالیسي ده چې په تیوری کې د بریتانوي او نورو ایتلافي ځواکونو وتلو ته لار اواروي، خو د ورځپاڼې په وینا باریت په خپلو څیړنوکې دې ټکي ته هم رسیدلی چې د افغان ملي اردو تشکیلات تراوسه ډیر کمزوری دی او ډیرو مسلکي افسرانو ته اړتیا لري.

ښاغلی باریت د امنیت په ټینګښت کې افغان ملي اردو ته د مهم مسولیت سپارلو توان تر پوښتنې لاندې راوستی او وایي، ملي اردو د عسکرو په ساتنه کې ستونزه لري او پردې سربیره په کې تراوسه د قومي جوړښت ستونزه په خپل حال پاتې ده.

د باریت په وینا که موږ ان د جګړې له لومړى کرښې څخه هم خپل ځواکونه وباسو بیا هم دې ته اړتیا لرو، چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې چارې د اوږدې مودې لپاره پرمخ یوسو.
XS
SM
MD
LG