د نړۍ څو سلنه ځوانان بې‌کاره دي؟

په هغه راپور کې چې په " ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ځوانانو لپاره د کار موندلو نړیوال بهیر" خپور کړی، ویل شوي چې د نړۍ په کچه د هغو خلکو چې کار نه‌لري په ۱۰۰ کې ۳۵ ځوانان دي.

داسې ګڼل کېږي چې په ځوانانو کې د بې‌کارۍ فیصدي لا لوړه شي.

په نړۍ کې د ځوانانو د بې‌کارۍ په اړه راپور د دوشنبې "۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹" په ورځ خپور شوی دی ښيي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دوه لکه نور ځوانان هم له کارونو بې‌برخې شي.​

په راپور کې ویل شوي چې سږ کال په نړۍ کې څه باندې ۷۰ میلیونه ځوانان بې‌کاره وو.

ښايي په ۲۰۱۸ کې دوه لکه نور ځوانان هم له کارونو بې‌برخې شي.

دا د ۲۰۰۹ میلادي کال په پرتله چې په نړۍ کې د کار بحران اوج ته ورسېد، یو څه پرمختګ څرګندوي، خو لا هم بې‌کاري د نړۍ په کچه د ځوانانو لپاره لویه ستونزه ده.

د اندېښنې وړ مسئله دا ده چې د سږ کال په پرتله ښايي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې دوه لکه نور ځوانان هم له کارونو بې‌برخې شي.

په " ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ځوانانو لپاره د کار موندلو نړیوال بهیر" راپور وايي، د افریقا په شمالي هېوادونو، عربي نړۍ او جنوبي امریکا کې زیات ځوانان کارونه نه‌لري.

په دې سیمو کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ ډېر ځوانان بې‌کاره شوي دي.

افغان ځوانان

خو په همدې موده کې، په اروپايي اتحادیه، شمالي امریکا او د افریقا په جنوبي هېوادونو کې د ځوانانو لپاره کارونه زیات شوي وو.

د راپور په حواله، د اقتصادي ودې او د ځوانانو لپاره د کارموندنې د پروګرامونو ترمنځ د تناسب د نشتوالي له امله به د ځوانانو د بې‌کارۍ ستونزه پر خپل ځای پاتې شي. په نړۍ کې د اقتصادي ثبات کمزورتیا هم د ځوانانو له بې‌کارۍ سره په تړاو لویه ستونزه بلل شوې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د کار په نړیوال مارکېټ کې د ښځو بې‌کاري زیاته ده.

د راپور په حواله، د کار په نړیوال مارکېټ کې د ځوانو ښځو ونډه د نارینه‌و په پرتله څه باندې ۱۶ نیم فیصده کمه ده او د نارینه‌و په پرتله ډېرې زیاتې ښځې کارونه نه‌لري.