د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

په تېرو ۳کلونو کې د کډوالۍ د بحران مخنیوي برخه کې د حکومت هڅې


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مني چې افغانستان په تېرو دریو کلونو کې د کډوالۍ کړکېچ تجربه کړ.

د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو درې کاله پوره کېږي خو لاهم د کډوالۍ ننګونه پر خپل ځای ده، خو د کډوالو وزیر د دغه ستونزې د حل لپاره د هڅو خبره کوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې جرمني او سویډن هغه هېوادونه چې په تېرو دریو کلونو کې اکثرو افغانانو پکې پناه اخییستې او یا یې غوښتلیکونه سپارلي دي.

د ښاغلي عالمي په خبره افغان حکومت هڅه کوي د هغه ټولو افغانانو چې اروپايي هېوادونو ته یې غوښتنلیکونه سپارلي دي غوښتنې ومنل شي.

سید حسین عالمي بلخي
سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې د ملي یووالي حکومت کډوالو ته رسیدنه په خپلو لومړیتوبو کې شامله کړه او کډوال یې بېرته راسنېدو ته وهڅول چې ځینې بېرته را هم غلل دا سیاسیت کامیابه وه، په تېرو درېیو کلونو کې پنځه سوه زره کسانو هېواد پریښی خو دوه میلیونه هېواد ته ستانه شوي دي، په یونان کې د کډوالۍ له وضعیت څخه موږ راضي نه یو خو په نورو هېوادونو کې موږ د تفاهم له مخې د کډوالۍ د مدیرت په حال کې یو."

ښاغلی بلخي وايي له ټولو ستونزو سره سره چې دغه وزارت یې لري هڅه کوي چې په دې برخه کې ستونزې حل کړي.

په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې ډېری افغانانو د فقر، نا امنۍ او د پراختیايي پروژو د درېدو له کبله اړ شول چې له هېواده ووزي.

په دوه زره څوارلسم کال کې د ملي یووالي حکومت هم رامنځته شوو خو د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه هم د دې لامل شول چې ځوانان له هېواده وتو ته زړه ښه کړي.

د ملي یووالي د حکومت له رامنځته کېدو یو کال وروسته یعنې په دوه زره پنځلسم میلادي کال کې له افغانستان څخه د تلونکو افغانان شمېر دوه برابره شو چې دغه موضوع د کډوالو وزارت هم تائیدوي.

د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو دوه کاله وروسته یعنې په دوه زره شپاړسم میلادي کال کې د افغان پناه غوښتونکو مسئله په یوې نړیوالې اندیښنې بدله شوه.

خو اوس د کډوالو وزیر وايي چې ددغه کړکېچ مخه یې نیولې ده.

اکثرو افغانانو ته د پناه ورکړه او د پاتې نورو د پناه غوښتونې په برخه کې د ملي یووالي حکومت هڅې د حکومت له لاسته راوړنو ګڼل کيږي.

خو د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی بیا وايي، د ملي یووالي حکومت ونشوای کړای چې د کډوالۍ کړکېچ مهار کړي.

"له بده مرغه زموږ ډېری ځوانان اروپا ته لاړل چې په دې کې یو شمېر داسې ځوانان هم وه چې د ښه ژوند په هیله د لارو په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ خو له بده مرغه حکومت هم د دغه کړکېچ په مهارېدو کې ناکام وه."

که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې یو شمېر افغانان په دې بریالي شول هغو هېوادونو ته ځانونونه ورسوي چې هدف یې وه خو ډېری داسې هم شته چې د ترکیې، بلغاریا، یونان او په ځینو نورو هېوادونو کې بند پاتې دي چې د ښاغلي کټوازي په خبره په خورا بدو شرایط کې ژوند کوي.

بلخي: په اروپا کې پر افغان ځوانانو د تحمیل شویو اعمالو مخنیوی نه‌شو کولای

د یونان ټاپوګانو کې د بند پاتې افغان کډوالو برخلیک به څه وي؟

حتا داسې رپوټونه هم خپاره شول چې په یونان کې ځینې افغان کډوال د مجبورۍ له کبله تن فروشۍ ته اړ شوي چې دې موضوع د بشري حقونو د بنسټ جدي اندېښنې هم له ځان سره لرلې.

د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېنشنرۍ هم د افغان کډوالۍ وضعیت د اندیښنې وړ بولي.

په کابل ددغه ادارې ویاند نادر فرهاد وايي دوی له نورو بنسټونو سره ګډې هڅې کوي څو په دې برخه کې ستونزې حل شي.

د ښاغلي فرهاد په خبره د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ۱۵۰ میلیونه ډالره هغو افغانانو ته ځانګړي کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستنیږي چې هر راتلونکې وګړي ته څلور سوه ډالره ورکول کېږي.

نادر فرهاد
نادر فرهاد

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ادارې تل دا هڅه کړې او له مرسته کوونکو هېوادونو یې غوښتي چې د افغانانو قضیو ته په انفرادي شکل رسیدنه وکړي ځکه که دوی حقوقي مرستو ته اړیتا لري چې رسیدنه ورته وشي که نه بیا د افغان حکومت او نورو هېوادونو ترمنځ هوکړه لیکونه شته چې له مخې یې عمل کېږي، خو د بې ځایه شویو په اړه باید ووایم چې په تېرو درېیو کلونو کې دغه مسله زیاته شوې او دا مسله یوه ننګونه وه او ده."

د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ له میاشتې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ تر میاشتې له یو میلیونه څخه زیاتو کسانو ځانونه اروپايي هېوادونو ته رسولي چې له سوریې وروسته ډېری یې افغانان دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د نورو کلونو په پرتله ښه وو.

د دغه ادارې په خبره افغانستان ته له دوو میلیونو څخه د زیاتو افغانانو راتګ یو ځل بیا د افغانانو ترمنځ د راتلونکې لپاره هیلې ژوندۍ کړي دي.

په ورته وخت کې د دغه ادارې د معلوماتو له مخې په وروستیو میاشتو کې ۲۰ زره افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل په پاکستان او ایران کې ثبت شوي دي.

په پاکستان کې افغان کډوال
په پاکستان کې افغان کډوال

یو شمېر هېوادوال وايي، لاهم یو شمېر ځوانان د فقر او بې کاري له کبله هېواد پرېږدي.

امیرداد پارسا په دې اړه وايي:

" له بدغه مرغه په حکومت داسې پروګرام چې وکړای شي کاري فرصتونه رامنځته کړي او ځوانان جذب کړي نشته."

د یو شمېر پوهانو په باور افغان حکومت د هغو سلګونو افغانانو د مخنیوي په برخه کې، ناکام دی چې له افغانستان څخه بهر روان دي.

د دغو کار پوهانو له ډلې محمد شبیر بشیري وایي، که حکومت د کډوالۍ کړکېچ کنټرول نه کړي نو د حکومت پایې به کمزورې شي.

XS
SM
MD
LG