د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

له اروپا راشړل شوي ډېری افغانان په رواني ناروغیو اخته شوي


د رواني ناروغیو او روږدو کسانو د روغتون بېړنۍ څانګه
د رواني ناروغیو او روږدو کسانو د روغتون بېړنۍ څانګه

د کابل روغتیايي مسؤلین وایي، ډېری هغه افغانان چې په بهر کې يې د پناه غوښتنې رد شوي او بېرته هېواد ته راستول شوي، نورمال رواني حالت‌یې له لاسه ورکړی.

د رواني ناروغیو د معاینې له خونې دباندې لسګونه کسان د معاینې لپاره ولاړ دي او په رواني ناروغیو د اخته کسانو له ډلې هېڅ‌څوک هم چمتو نه‌دی چې خبرې وکړي.

په کابل کې د رواني ناروغیو د روغتون متخصص ټرېنر ایمل ساپی وايي، د هغو کډوالو په منځ کې چې بېرته راستانه شوي، رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د رواني ناروغیو د روغتون متخصص ټرېنر ایمل ساپی
د رواني ناروغیو د روغتون متخصص ټرېنر ایمل ساپی

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

"هره ورځ د ۲۰۰ په شااوخوا کې ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي، که چېرې موږ فامیلي تاریخچه واخلو، په دې صورت کې ویلی شو چې هر ورځ له ۵ تر ۱۰ کسانو هغه کسان راځي چې له بهرنیو هېوادونو ډیپورټ شوي وي."

د اکټوبر ۱۰مه د رواني ناروغیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، له شااوخوا ۷۰ تر ۸۰ فیصده افغانان له رواني ستونزو او ژور خپګان څخه کړېږي.

اروا پوهان، په هېواد کې بې‎وزلي، بې‎کاري او د جګړو دوام د رواني ستونزو او ژور خپګان لامل په ګوته کوي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې شااوخوا ۲۰۰ زره افغانانو هېواد پرېښی چې زیاتره‌یې په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړې دي.

افغان ډاکتران وايي، هغه کسان چې له اروپايي هېوادونو بېرته افغانستان ته په زوره راستول شوي، ډېری یې د کورنیو د غړو له‌خوا رټل شوي چې په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

په کابل کې د رواني ناروغیو ډاکتر محمد محسن حسن وايي، هغه ناروغان چې دوی ته مراجعه کوي، تر ډېره عادي ژوند ته د را ګرځېدو تمایل نه‌لري.

د رواني ناروغیو ډاکتر محمد محسن حسن
د رواني ناروغیو ډاکتر محمد محسن حسن

ښاغلي حسن زیاته کړه:

"دوی په هېواد کې بې‎کاره دي، کله چې بهر ته ځي، اروپايي هېوادونو کې د ژوند طبیعي بهیر ورته نوی وي، ذهن چمتو کوي چې په هغه ځای کې ژوند وکړي، د هېواد ستونزې یې په ذهن کې وي او وړاندې یې دا ستونزې لیدلې وي، نه‌غواړي چې بېرته هغه ژوند ته ستانه شي، کله چې اخراجېږي، په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي چې په هغو کې رواني ناروغي او ژور خپګان شامل دي."

له بل پلوه د پوهنتون استاد نصرالله محسني وايي، له دې ستونزې څخه د وتلو لپاره باید کورنۍ له هغو کسانو سره چې له اروپايي هېوادونو په زوره ایستل شوي وي، مناسب او معقول چلند وکړي.

د نوموړي په وینا، حکومت هم مکلف دی چې د هغو افغانانو لپاره چې بهر ته ځي، په هېواد کې دننه کاري زمینې برابرې کړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره‌يې په همکارۍ د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د کار پیدا کولو پروګرامونه چمتو کړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډيو ته وویل، هغه کډوال چې افغانستان ته له بهرنیو هېوادونو را ایستل کېږي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د مرستو د پروګرام تر پوښښ لاندې راځي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG