د فراه چارواکي: طالبان د جګړې پر مهال له روسي "شب بین" دوربینونو استفاده کوي

د فراه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو سره د جګړې او د دوی پر پوستو د حملو پر مهال له روسي شپې دوربینونو «شب بین» دروبینونو نه استفاده کوي.

د افغانستان په روانه جګړه کې د وسله‌والو مخالفینو له لوري د پرمختللو وسلو نه د استفادې د ادعاوو په دوام، د فراه سیمه‌ییز چارواکي وايي، طالبان په دغه ولایت کې له روسي شب بین دوربینونو نه استفاده کوي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» ازادي راډيو ته وویل، طالبان په اکثرو حملو کې له دغو دوربینونو کار اخلي.

مهري: طالبان په اکثرو حملو کې له دغو دوربینونو کار اخلي.

وسله‌وال طالبان له هغه شب بین دوربینونو استفاده کوي چې د روسیې ساخت دي.

د ښاغلي مهري په خبره افغان ځواکونو یو شمېر دغه دوربینونه له طالبانو سره د جګړې پر مهال ترلاسه کړي دي.

دی زیاتوي:

"وسله‌وال طالبان له هغه شب بین دوربینونو استفاده کوي چې د روسیې ساخت دي، افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال دغه دوربینونه لاسته راوړي او طالبان په اکثره هغه حملو کې چې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو یې کوي له همدغو دوربینونو کار اخلي."

ښاغلي مهري، ژمنه وکړه چې له ازادي راډیو سره به د یادو دروبینونو تصویرونه هم شریک کړي.

خو تر دې وړاندې د فراه ولایت چارواکو هغه ځینې وسلې او دوربینونه رسنیو ته ښودلي وو چې د جګړې پر مهال‌یې له وسله‌والو طالبانو څخه نیولي و.

Your browser doesn’t support HTML5

د فراه والي: له وسله والو طالبانو څخه روسۍ وسلې تر لاسه شوي

دا لومړی ځل نه‌دی چې له وسله‌والو طالبانو سره د بېلابېلو پرمختللو وسلو او جنګي تجهیزاتو خبره کېږي، بلکې تر دې پخوا هم یو شمېر هېوادونو طالبانو ته د وسلو په ورکولو تورن ګڼل شوي چې د افغانستان دفاع وزارت ازادي راډیو سره وخت پر وخت په دې اړه په خبرو کې د څېړنو خبره کړې ده.

نېکلسن: روسیه دې له افغانستانه منځني اسیا ته د داعش پر نفوذ اندیښنه نه‌کوي

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

اوس هم د افغانستان دفاع وزارت دا مني چې طالبان له شب بین دوربینونو استفاده کوي، خو د تولیدوونکو او مرسته کوونکو هېوادونو په اړه‌یې بې‌خبري ښيي.

دولت وزیري

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري، د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان څنګه دغه دوربینونه ترلاسه کولای شي ازادي راډیو ته وویل:

"اکثره نظامي وسایل له کرښې هاخوا د پاکستان په جم، باړه او دره کې ازاد بازارونه لري او دوی کولای شي په اسانه له هغه ځایه دغه وسایل لاسته راوړي، د مارکونو وهل هم اسانه خبره ده ممکن مارک وهل شوی وي، خو تر اوسه دا ثبوت شوې نه‌ده چې دا به حتماً روسي وي او له روسانو به‌یې ترلاسه کړي وي."

مسکو تل له طالبانو سره د مرستې خبره رد کړې، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا کې یوې غونډې ته ویلي و، طالبان له هغه چا وسلې اخلي چې میلیونونه افغان‌یې شهیدان کړي دي.

که څه هم ښاغلي غني د کوم ځانګړي هېواد نوم نه‌دی یاد کړی، خو یو شمېر افغان کارپوهانو هغه مهال د نوموړي خبرې روسیې ته منسوبې وګڼلې.

د فراه ولایتي شورا بیا وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې طالبانو ته په دغه ولایت کې د ځینو هېوادونو په مرسته پرمختللې وسلې وررسېږي.

د فراه د ولایتي شورا منشي دادال له قانع ازادي راډیو ته وویل، په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د لوړې کچې مرګ ژوبلې یو مهم لامل هم له طالبانو سره د پرمختللو وسلو موجودیت دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: محمد حدیث پردېس