د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

ټایمز: روسیه طالب ډلې ته تېل ورکوي


د بریتانیا ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې ورځپاڼې له راپور سره سم، په دې باب چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، له ۶ میاشتو راهیسې اوازې اورېدل کېدې، خو دا اوازې روسیې بیا بیا رد کړي او له بلې خوا هغوی چې روسیه یې د طالبانو په ملاتړ تورنوله، کره ثبوت نه دی وړاندې کړی.

خو اوس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د یوه مالي مسؤل په قول لیکلي چې روسیه دې ډلې ته تېل ورکوي څو دا ډله یې په سوداګرو وپلوري.

دا موضوع لا هم د لوېدیځو هېوادونو لپاره چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي، یوه معما او په عین حال کې د اندېښنې وړ ده.

د ټایمز له لیکنې سره سم، په داسې هېواد کې چې د تېلو واردوونکی دی، تېل یوه لویه شتمني ده.

روسیه د تېلو پرېمانه زېرمې لري چې هم په خپله ورڅخه کار اخلي او هم پرې ډېرې پیسې ګټي.

دا هېواد هغه لارې هم په کنټرول کې لري چې د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې تېرېږي او افغانستان ته غځېدلې دي.

ورځپاڼه وايي، پوښتنه دا ده چې ولې روسیه له طالبانو سره مرسته کوي؟

ټایمز په ځواب کې دوه ځوابونه ورکړي. یو دا دی چې مسکو له طالبانو سره غیر رسمي ائتلاف د هغې مقولې پر اساس ګټور ګڼي چې وايي د دښمن دښمن مې دوست دی. یعنې روسیه داعش د ځان لپاره له سوریې رانیولې تر ولادي واستوک پورې ګواښ ګڼي او طالبان هم داعش نه یوازې د اسلامي شریعت په راوستلو کې د ځان متحد نه بولي، بلکې دا ډله په سیمه ییز قدرت کې د ځان سیاله ګڼي.

د ټایمز ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د طالبانو له لوري د داعش کمزورول د دې لوی خطر ارزښت نه لري چې روسیه دې د طالبانو ملا ور وتړي.

ورځپاڼه وايي، د پوتین لپاره هر هغه تاکتیک چې سي آی اې ته کار سخته کړي د منلو دی ځکه چې دې ادارې په اتیایمه لسیزه کې شوروي اتحاد ته چې میراث یې روسیې ته ورپاتې دی، په افغانستان کې جګړه ګرانه کړې وه.

د استرالیا چاپ "دي استرالین" ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه د مشهور فوټو ژورنالیست سټیف مکوري عکسونه خپاره کړي دي.

مکوري هماغه عکاس دی چې په ۱۹۸۴ میلادي کال یې د شربت ګلې عکس اخیستی و او په درسته نړۍ کې مشهور شو.

ورځپاڼې د مکوري ځینې عکسونه هم چاپ کړي او ویلي یې دي چې د مکوري په وروستي چاپ شوي البوم کې د افغانستان د وروستیو ۴۰ کلونو عکسونه شامل دي.

د استرالین ورځپاڼې د لیکنې لیکوال له مکوري پوښتنه کړې چې ایا افغانستان او افغانانو په تېرو ۴۰ کلونو کې تغییر کړی دی؟

مکوري ویلي، هو؛ کله چې د افغانانو دنیا بکره وه او د ګاونډیانو نفوذ کم و، افغانان افغانان ول، د ځان په شان ول، هر څه افغاني و، له کالو رانیولې تر څېرو پورې. خو اوس د افغانستان یو کوچنی کلی هم انټرنیټ لري، اوس افغانان د خپلو قبیلو په اړه معلومات لري او ډېر نور بدلون پکې لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG