د افغانستان د شمال د امنیتي وضعیت په اړه په یوه نړیواله غونډه کې بحث وشو

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وايي، د ناټو په غونډه کې یې پر ګډون سربېره په هغه مهمه ناسته کې هم ګډون کړی چې د شمال د امنیتي وضعیت په اړه جوړه شوې وه.

په بروکسل کې د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې دغه ناسته د جرمنې په نوښت او د اتلسو هېوادونو د استازو په ګډون د روانې اوونۍ په پیل کې شوې ده.

دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۱» په کابل کې وویل چې په دغه غونډه کې یې د شمالي ولایتونو د امنیت د ښه والي په هدف خپلې طرحې شریکې کړې.

طارق شاه بهرامي

نوموړي زیاته کړه:

" د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پر ګډون سربېره مو د شمال د امنیت په اړه هم په هغه غونډه کې چې د جرمني په ګډون د اتلسو هېوادونو استازو پکې برخه اخیستې وه ګډون وکړ، په دغه ناسته کې پر دې ګټور بحثونه وشول چې څنګه په شمال کې د ملي اردو، پولیسو او د جرمني ځواکونو نه ملاتړ وشي چې دلته امنیت ټینګ شي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له یو شمېر ازبک او ترکمن مشرانو سره په کتنه کې د شمال لپاره د ځانګړو امنیتي پلانونو خبره کړې ده.

له تېرو شااوخوا څلورو کلونو راهیسې د شمال او په ځانګړې ډول د شمال ختیځو ولایتونو د امنیت خرابېدو د خلکو ترڅنګ د منځنۍ اسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه روسیه هم اندېښمنه کړې ده.

روسیې په وار وار په افغانستان او په ځانګړې توګه په شمال کې امنیت وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په وروستیو کې خو داسې رپوټونه هم خپاره شول چې کرملېن د دغه امنیتي ګواښونو د دفع کولو لپاره له طالبانو سره مرستې کوي.

نیکلسن: روسیه دې له افغانستانه منځني اسیا ته د داعش پر نفوذ اندیښنه نه‌کوي

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

که څه هم مسکو له طالبانو سره د مرستې رپوټونه رد کړي، خو څه موده وړاندې افغان ولسمشر یوې ولسي غونډې ته وویل طالبان له هغه چا وسلې اخلي چې میلیونونه افغانان یې وژلي دي.

روسیې طالبانو سره د دې هېواد د مرستې په اړه د امریکا ادعا رده کړه

پوځي کارپوهان بیا د بروکسل په څنډه کې د شمال د امنیتي وضعیت په اړه ناسته نمایشي او د روسیې د اندېښنو د رفع کولو یوه هڅه ګڼي.

له ډلې یې عتیق الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل:

عتیق الله امرخېل

"دوی چې هر څومره په شمال کې وجنګېږي بیا هم اکمال کېږي، خو که دا ډول ناستې د دې لپاره کېږي چې روسیه خوشحاله کړي تر کومه چې د افغانستان په لوېدیځ کې د وسله والو هسته لمنځه یو نه وړل شي شمال نه شي امنه کېدای."

د ښاغلي امرخېل په خبره په افغانستان کې د روانې جګړې رېښې له هېواده بهر دي او لازمه ده چې پر افغان حکومت سربېره هغه هېوادونه چې له دې امله اندېښنه لري په خپلو لازمو فشارونو سره د یادو رېښو په وچولو کې برخه واخلي.

راپور: محمد حدیث پردېس