موحد: په تېرو ۶میاشتو کې د قاچاق په تور د ۳۶۱تنو قضیې څېړل شوي

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په وروستیو شپږو میاشتو کې په دغه مرکز کې ۵۳۳ قضیې تر کار لاندې شوي دي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په وروستیو شپږو میاشتو کې د مخدره موادو د قاچاق د ۲۵۲ قضیو په تړاو د ۳۶۱ تورنو کسانو قضیې څېړلي دي.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد موحد د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په دغو کسانو کې ۲۳ تنه يې د عامه خدمتونو کارکوونکي، ۸ ښځې او ۵ بهرني وګړي شامل دي.

ښاغلی موحد وايي، په یادو قضیو کې یو نیم ټنه هیروئين، اووه ټنه تاریاک، ۴۳ ټنه جامد کیمیاوي مواد او ۱۲ زره لېټره الکولي مشروبات کشف او نیول شوي دي.

د ده په خبره د افغانستان محکمو په وروستیو شپږو میاشتو کې د نېږدې ۵۰۰ تورنو کسانو قضیې څېړلې دي.

دغه مرکز وايي تر دا مهاله یې د ۳۶۱ تورنو کسانو قضیې څېړلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې موده کې ۲۸۰ قضیې د ابتدائیه محکمې له خوا، ۱۴۹ قضیې د استېناف محکمې له خوا او ۱۰۴ قضیې د سترې محکمې د عامه امنیت د دېوان له خوا يې حکمونه وروستي شوي او کوم کسان چې مجرم پېژندل شوي زندان ته استول شوي دي."

ښاغلي موحد کابل، ننګرهار، نیمروز او هلمند هغه ولایتونه یاد کړل چې په وروستیو شپږو میاشتو کې په کې د مخدره موادو ډېرې جرمې قضیې رامنځته شوي دي.

خو د ده په خبره، په یاده موده کې نورستان، میدان وردګ، لغمان او پکتیا هغه ولایتونه دي چې د مخدره موادو د قضیو هیڅ پېښه پکې نه ده رامنځته شوې.

د نا امنۍ او بې وزلۍ ترڅنګ مخدره مواد په افغانستان کې له عمده ستونزو څخه ګڼل کېږي.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه وګړي په مخدره موادو روږدي دي او د نړۍ ډېرۍ مخدره توکي هم په افغانستان کې کرل کېږي.

د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه وګړي په مخدره موادو روږدي دي.

له دې وړاندې د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې وزارت چارواکو ویلي چې له دې درکه ډېری ترلاسه کېدونکې پیسې د نړیوالې مافیا جېبونو ته ځي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او په دې برخه کې نور بنسټونه تر اوسه نه دي بریالي شوي چې لوی قاچاقبران ونیسي او یا سزا ورکړي.

د دغه کمېسیون رئیس محمد نعیم لالي حمیدزي ازادي راډیو ته وویل چې حکومت تر ډېره د مخدره موادو د سړک د غاړې پلورونکي نیسي.

لالی حمیدزی

نوموړي زیاته کړه:

"دا مرکز چې د شپږو میاشتو کومې لاسته راوړنې یادوي فکر نه کوم چې یو ستر قاچاقبر یې هم نیولی وي، ډېر هغه خلک دي چې په ولایتونو کې وړه سوداګري کوي تر اوسه پورې چې زه ګورم د مخدره موادو سره مبارزه له ناکامۍ سره مخ ده."

بل خوا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند وايي، دغه مرکز په وروستیو دریو کلونو کې له ۱۵۰۰ څخه ډېرې جرمي قضیې څېړلې دي.

د دغه مرکز د ویاند په وینا حکومت هڅه کوي چې د مخدره موادو قاچاق کوونکي چې هر چېرې وي ونیسي او مجازات یې کړي.

راپور: اکرام الله اکرام