د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

مسؤلین: تر یو میلویو زیات افغان ماشومان له اعتیاد څخه اغېزمن شوي


له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایي، په افغانستان کې تر یو میلیون زیات ماشومان له مخدره موادو او اعتیاد څخه اغېزمن شوي دي.

دغه وزارت زیاتوي چې د دوی څېړنې ښيي چې په افغانستان کې تر ۳۶ لکو کسان معتاد، موقتي نشه‎یاناو له مخدره موادو څخه اغېزمن کسان وجود لري.

​له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد حنیف دانشیار د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت موندنې ښيي چې تر ۳۰ لکو کسانو د اعتیاد له امله، همداراز د دوی په کورنیو کې اولادونه او ماشومان هم له دې وضعیت څخه اغېزمن او له فقر او کورني زور زیاتي سره مخ دي.

ښاغلي دانشیار وویل:

"په هېواد کې د ټولو هغو کسانو څخه چې له مخدره موادو څخه متاثر دي، یوازې د ۱۰ لکو په شااوخوا کې یې ماشومان دي، له دې څخه څرګندېږي چې ماشومان او ښځې د ټولنې هغه برخه ده چې زیاتره له مخدره موادو څخه اغېزمن شوي او له همدې امله له فقر او کورني زور زیاتي سره مخامخ دي، همدارنګه له هغو مخدره موادو څخه اغېزمن دي چې د دوی د کورنۍ غړي یې استعمالوي چې دا زموږ له جدي اندېښنو څخه دي."

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت همداراز په مسقیمه او یا غیر مستقیمه توګه له مخدره موادو څخه د ماشومانو اغېزمتیا د اندېښنې وړ بللې وه.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په کابل کې یوې ناستې ته ویلي وو چې افغان ماشومان په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول له مخدره موادو او اعتیاد څخه اغېزمن شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې پر ۳۰ لکو معتادینو سربېره د ۱۱ لکو په شااوخوا کې کسان له دې حالت څخه اغېزمن شوي دي.

دی زیاتوي چې د هغو ۲۰ لکه ماشومانو له ډلې چې په درنو کارونو مصروف دي، ډېری برخه یې هغه ماشومان دي چې په مخدره موادو د روږدو کورنیو غړي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ویاند بلال صدیقي
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ویاند بلال صدیقي

ښاغلی صدیقي وایي:

"زموږ موندنې ښيي چې دا مهال ۳ میلیونه کسان په مخدره موادو معتاد دي، کله چې موږ ۳۰ لکه په نشه روږدي کسان ولرو، نو طبعاً.

د دې تر څنګ موږ ۱۱ میلیونه انسانان لرو چې په غیر مسقیمه توګه له مخدره موادو څخه اغېزمن کیږي، په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان په درنو کارونو مصروف دي، دا هغه ماشومان دي چې د دوی کورنۍ له فقر سره مخ دي او یا یې هم والدین په مخدره موادو روږدي دي، دوی مجبور دي چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي."

له ماشومانو څخه د ملاتړ یا «Save the Children» ادارې ویانده مریم عطايي وايي چې د دوی څېړنې ښيي چې دا مهال ۲۰ لکه کارګر ماشومان په افغانستان کې وجود لري او د ۳۷ لکو په شااوخوا کې ماشومان ښوونځیو ته نه ځي او همداراز د دې ماشومانو ډېری برخه یې د خپلو کورنیو د ساتنې په خاطر درانه کارونه کوي.

اغلې عطایي زیاتوي:

"له ماشومان څخه د ملاتړ ادارې تل په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه ښودلې، په ځانګړې توګه په وروستیو دوو کلونو کې چې موږ ډېری ماشومان په جګړو کې له لاسه ورکړل، له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتې چي خپلې مرستې زیاتې کړي، تر څو موږ وکولای شو، د ماشومانو په اوسني حالت کې مثبت تغیر راولو او له افغان حکومت څخه مو وغوښتل چې د ماشومانو د ټولنیز محافظت د تامین په خاطر، یوه اندازه بودجه ځانګړې کړې."

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي، د فقر تر څنګ په ډېری مواردو کې د مور او پلار او د کورنیو د نورو غړو په نشه روږدېدل، د دې لامل ګرځي چې خپل ماشومان د پیسو په مقابل کې خرڅ کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ته رسېدلي راپورونه او شکایتونه ښيي چې دا کارونه د افغانستان په شمال او مرکزي سیمو کې، په ځانګړې توګه په بلخ او کابل کې تر سره شوي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG