شریف غواړي د لاریون له لارې د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه لغوه کړي

نواز شریف وایي، د صدراعظمۍ له څوکۍ په لیرې کېدو سره‌یې سیاسي راتلونکی پای ته نه‎دی رسېدلی او غواړي د یوه دوه ورځني لاریون له لارې د پاکستان د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه لغوه کړي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې نواز شریف چې په اسلام‌آباد کې خبریالانو ته څرګندونې کولې پر دې خبرې ټینګار وکړ چې نه‌غواړي د صدراعظمۍ څوکۍ بیا لاس ته راوړي، خو په پاکستان کې د قانون د حاکمیت د یقیني کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نواز شریف به نن دوه ورځنی لاریون له اسلام‎اباده پیل او د خپلو ملاتړو په ملتیا به د مرکزي پنجاب ایالت له سیمو تېر او هغه ته به تر خپل پلرني ټاټوبي لاهور پورې دوام ورکړي.

د پنجاب ایالت د قانون وزیر رنا ثناالله خان ویلي چې لاریون کوونکي به ۳۰۰ کېلو متره لار وهي او د پنجشنبې په ماښام به د لاهور ښار ته رسېږي.

د پنجاب ایالت د قانون وزیر رنا ثناالله خان

دغه لاریون په لاهور ښار کې د وروستي برید سره-سره چې دوه تنه په‎کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول، ترسره کېږي.

د نواز شریف یوه نېږدې همکار خواجه سعد رفیق ویلي چې دوی غواړي نړۍ ته وښیي چې نواز شریف تر اوسه په خلکو کې له درناوي برخه‌مند دی او هغوی د سترې محکمې فیصله نه‎ده منلې.

د پاکستان سترې محکمې د جولای په ۲۸مه نواز شریف د فساد د هغه تورونو له امله چې پر ده او د کورنۍ پر غړیو یې لګېدلي، د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې کړ.

پر هغه او کورنۍ یې لګېدلي تورونه د ۱۹۹۰ لسیزې پورې چې هغه وخت دی په قدرت کې و، تړلي چې د پاناما په نوم اسنادو تېر کال افشا کړي وو.

یو شمېر کارپوهان د پاکستان د سترې محکمې پر فیصلې انتقاد کوي او وایي چې هغه په یو اړخیز ډول د پاکستان د پوځ په لارښونه شوې ده.

په عین حال کې د پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې په لاهور کې د دوشنبې د ورځې له حملې وروسته‌یې د یوې ترورېستي حملې مخه ونیوله.

لاهور په وروستیو کلونو کې د سخت دریځو له‌خوا د خونړیو بریدونو شاهد وو.

تېره میاشت په دې ښار کې په یوه بم چاودنه کې چې پاکستاني طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستی، لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي وو.