سعیدي: د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي وضعیت مخ په ښه کېدو دی

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې سیمه‌ییز چارواکي وايي چې اوس‌مهال په دې ولسوالۍ کې د پخوا په شان دولتي ادارې د خلکو پر مخ خلاصې دي او د دغې ولسوالۍ خلک هم د امنیت راوستو په برخه کې له دولت او امنیتي ځواکونو سره هر اړخیزه مرسته کوي.

د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دغې ولسوالۍ د ولسونو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له کبله نن ورځ په نوموړې ولسوالۍ کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی دی.

محبوب الله سعیدي

نوموړي زیاته کړه:

"اوس‌مهال په امام صاحب ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت نورمال دی او دښمن په دې ولسوالۍ کې له ماتې سره مخ شو، ځکه افغان ځواکونه په مېړانې سره له خپلې خاورې څخه دفاع کوي او دښمن د تېښتې په حال کې دی. همدارنګه امنیتي وضعیت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ښه کېدو په حال کې دی."

د امام صاحب ولسوالۍ په دې وروستیو کې څه باندې لس ورځې د درنې جګړې شاهده وه، خو اوس‌مهال د دې ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د حکومتوالۍ چارې په ښه توګه جریان لري او د دې ولسوالۍ خلک په ارامه فضا کې پر خپلو ورځنیو فعالیتونو بوخت دي.

ښاغلي سعیدي زیاته کړه چې افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د نوموړې ولسوالۍ په مهمو سیمو کې یې امنیتي پوستې هم جوړې کړې دي.

په همدې حال کې د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي چې دوی د امنیت راوستو په برخه کې له دولتي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کوي، څو دغه ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه تصفیه کړي.

د کندز امام صاحب ولسوالۍ


د امام صاحب ولسوالۍ څو تنو اوسېدونکو، د دغې ولسوالۍ د امنیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اوس‌مهال وضعیت ډېر ښه دی او د پخوا په شان په ښار کې ښه ګڼه ګوڼه ده او ټول خلک پر خپل ورځني کار او فعالیت بوخت دي او ان‌شاءالله چې له دې به هم وضعیت نور هم ښه شي."

"د ښار مرکز کې امنیتي وضعیت ښه دی، خو د پخوا په شان نه‌دی، خو امنیتي ارګانونه خپلې هڅې کوي، ان‌شاءالله خدای مهربان دی چې وضعیت به نور هم په دې ولسوالۍ کې ښه شي."

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د کندز امام صاحب ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ د خونړۍ جګړې شاهده وه او د دغې جګړې له کبله څه باندې ۲ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي، خو اوس‌مهال د دې ولسوالۍ مرکز کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه دی، خو لاهم د دې ولسوالۍ ډېرې سیمې د وسله‌والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې دي.

راپور: اجمل ارین