د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

امنیه قوماندان: د کندز د امام صاحب ولسوالۍ ځینې سیمې بېرته نیول شوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې وروسته له یوې اوونۍ خونړۍ جګړې افغان ځواکونه وتوانېدل چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې له لاسه تللي سیمه بېرته له وسله‎والو مخالفینو ونیسي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې وروسته له یوې اوونۍ خونړې جګړې افغان ځواکونه وتوانېدل د امام صاحب ولسوالۍ د ښار نېږدې څنډې د وسله‎والو مخالفينو له شتون څخه تصفیه کړي.

د ښاغلي حمیدي په وینا چې په دغه ولسوالۍ کې د داخلي وسله‎والو تر څنګ یو زیات شمېر ازبکستاني، تاجکستاني، پاکستاني، عرب او داسې نور بهرني جنګیالي د دولتي ځواکونوپ ر وړاندې جنګیږي.

د کندر امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي
د کندر امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حميدي

ښاغلي حمیدي وویل:

"د داخلي مخالفینو تر څنګ یو شمېر بهرني جنګیالي هم حضور لري چې تېره ورځ د افغان هوايي ځواکونو په برېد کې ۹ تنه وزیرستانیان وژل شوي وو، همدارنګه ازبکستاني، تاجکستاني، چیچین، عرب او همداسې د سیمې د نورې ترورېستي ډلې کسان هم دلته د دولت پر وړاندې جنګېږي."

د کندز امنیه قوماندان وايي چې لاهم په دې ولسوالۍ کې د ډاډمن امنیت په خاطر د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات جریان لري چې له کبله‎یې وسله‎والو مخالفينو ته په‎کې درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوالۍ د بخمل کوچه، اقي باي، نواباد او د روضې شااوخوا سیمو خلک چې بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو په حال کې دي، وايي چې د جګړې ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېدلی دی.

​دغه خلک وايي چې د جګړې له کبله د دوی کورونه وران شوي او سوځېدلي دي، دوی له دولت څخه د وراووښتو زیانونو تاوان غواړي.

په همدې حال کې، حاجي تاج محمد د امام صاحب ولسوالۍ یو تن قومي مشر بیا وايي، تر څو چې د دې ولسوالۍ سرحدي ځنګلونه د وسله‎والو مخالفينو له شتون څخه تصفیه نشي، په دې ولسوالۍ کې تل پاتې امنیت نشي راتللی.

دی وایي:

"په خبرو مشکل نه حلېږي، مشکل عملي حلېږي ۲۰۰۰ کورنۍ د جګړو له کبله بې‎ځایه شوې دي، خلک در په در دي، په توپونو باندې کلي وېشتل کېږي، تاسې شفاخانې ته ورشئ چې څومره خلک ټپیان شوي دي او یو نفر تر اوسه پورې نه دی راغلی چې دغو متضررینو خلکو ته ډاډګېرنه او تسلیت ورکړي."

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د امام صاحب ولسوالۍ سیمه‎ییزو چارواکو هم په دې ولسوالۍ کې د داخلي وسله‎والو مخالفینو تر څنګ، د بهرنیو جنګیالیو پر موجودیت اندېښنه ښودلې وه چې دا ولسوالۍ له تاجکستان سره ګډه پوله لري او سرحدي سیمې‎یې په بشپړه توګه طبیعي ځنګلونو پوښلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ په سرحدي ځنګلونو کې وسله‎والو مخالفينو په ځانګړي ډول بهرنیو جنګیالیو خپل مرکزونه جوړ کړي دي.

خو وسله‎والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG