د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

د کندز د امام صاحب جنګ ځپلي خلک د وراوښتو زیانونو تاوان غواړي


په دې وروستیو کې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د ښار یو شمېر نېږدې څنډې څه باندې ۱۰ ورځې د وسله‎والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ د درنې جګړې شاهدې وې، خو د دغې جګړې ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېدلی دی.

د امام صاحب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د جګړې له کبله د خلکو کورونه سوځېدلي چې له کبله‌یې خلک ډېر زیانمن شوي دي، خو تر اوسه له دوی سره مرسته نه‎ده شوې.

دوی وايي:

"دغې جګړې خلک ډېر متضرر کړي، مالي تاوانونه وراوښتي، کورونه‌یې له ټولو شتو سره سوځېدلي دي. دولت باید له موږ سره مرسته وکړي څو موږ بېرته خپل کورونه جوړ کړو."

"په دغې تېرې شوې جګړه کې زما خپل کور سوځېدلی او دغه جګړه کې ټولو خلکو ته ډېر تاوانونه رسېدلي. اوس‌مهال موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دولت هم تر اوسه موږ سره مرسته نه‎ده کړې."

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال محبوب‌الله سعیدي هم د خلکو ستونزې منې وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له کبله څه باندې ۲ زره کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي، همدارنګه یو زیات شمېر خلک متضرره شوي دي، خو تر اوسه پورې له متضرر شویو خلکو سره مرسته نه‎ده شوې.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي
د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي

ښاغلی سعیدي وايي:

"دلته جګړې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه رسولي او څه باندې دوه زره کورنۍ بې‌ځایه شوي. د دغو کورنیو سروې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست له‎خوا ترسره شوې، خو له دغو متضرر شویو کورنیو سره مرسته نه‎ده شوې."

بل‎خوا په کندز کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مشر میر اقا اعتبار بیا وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د ترسره شوې سروې له مخې ۱۵۰۰ متضرر شوې کورنۍ پېژندل شوې دي.

ښاغلی اعتبار وايي چې د دغو متضرر شویو کورنیو راپور او اسنادونه‌یې له مرکزي حکومت سره شریک کړي او نېږدې ورځو کې به له زیانمنو کورنیو سره اړینې مرستې وشي.

نوموړی وايي:

"په دې ولسوالۍ کې د سروې له مخې زیات خلک متضرر او مستحق پېژندل شوي، خو کوم امکانات چې په ولایت کې موجود و، د خلکو اړتیا نه‌شي پوره کولای، نو راپور یې موږ مرکز ته واستاوه او ډېر ژر به پر دغو کورنیو اړینې مرستې ووېشل شي."

په همدې حال کې د کندز د کډوالو او راستنېدونکو ریاست مشر سید عبدالسلام هاشمي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د یو شمېر غیر دولتي ارګانونو له‎خوا پر یو شمېر کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي او ډېر ژر به پر پاتې کورنیو هم اړینې مرستې ووېشل شي.

د امام صاحب ولسوالۍ د کندز مرکز شمال لوري ته موقعیت لري او دغه ولسوالۍ د دې ولایت مرکز څخه ۷۰ کېلو متره واټن لري او د دغې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او نوموړې ولسوالۍ له تاجکستان سره هم ګډه پوله لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG