ارین یون: د سولې عالي شورا د افغانستان پر ولس يو اضافي بار دی

د ولسي جرګې يو شمېر وکیلان او افغان کارپوهان د افغانستان د سولې پر عالي شورا انتقاد کوي او وايي، د وسله والو طالبانو او نورو مخالفو ډلو سره د سولې او پخلاینې لپاره دغه شورا د حکومت ښه ادرس او رهبري نه ده.

د ولسي جرګې يو شمېر وکیلان او افغان کارپوهان وايي، د افغانستان د سولې په تړاو ټولې لويې پرېکړې د حکومت رهبري کوي او د افغانستان د سولې عالي شورا موجودیت سمبولیک دی.

په ولسي جرګه د ننګرهار د خلکو استازې ارین يون د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سولې عالي شورا له پېله تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نه لري او پکار ده چې لغوه شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې ارین یون

اغلې یون زیاته کړه:

"زما په فکر، له دومره لوی تشکیل او لګښتونو سره سره دا شورا هېڅ لاسته راوړنه نه لري او دا د افغانستان په ولس يو اضافي بار دی چې بې ځایه بودجه په کې مصرفېږي، نو ښه دا ده چې لغوه شي او حکومت د نړيوالې ټولنې سره په همغږۍ د سولې لپاره کوټلي ګامونه واخلي. "

اغلې يون وايي، د افغانستان د سولې په تړاو زیاتره مسایل د حکومت مشران مخته وړي او د سولې عالي شورا په کې هېڅ رول نه لري.

له دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې هم د سولې عالي شورا په فساد تورنه کړې او د دغې شورا په منحل کېدو يې ټينګار کړی و.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي ویلي وو چې د سولې عالي شورا په نوم پیسې حیف و میل کېږي او د دغې شورا غړي په یو وخت څو بېلابېلې دندې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا نوي مشر محمد کریم خلیلي ویلي چې دغې شورا په تېر کې ځينې ستونزې درلودې، خو په خبره‌ یې چې د نوې کړنلارې له مخې به خپل هدف په جدي توګه تعقیب کړي.

له دې سره چې اغلې ارین یون د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه د حکومت د رهبرۍ کار ګڼي، خو د سولې د عالي شورا ویاند امین الدین مظفري دا د سولې شورا ستره لاسته راوړنه ګڼي او د دغې شورا موجودیت د افغانستان د سولې لپاره يوه اړتیا بولي.

ښاغلي مظفري وویل:

"هغه څه چې زموږ دغه دوستان یې وايي، د هغه بالعکس موږ ډېرې لاسته راوړنې لرو، لومړی د افغانستان د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي يو ځای کېدل، دوهم په ملي کچه د سولې لپاره يو ځانګړی ادرس او درېیم د هغو کسانو لپاره د مذاکراتو د زمینې مساعدول چې غواړي حکومت سره مذاکرات وکړي."

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د سولې او جګړې د انسټېټوټ غړی حکمت الله اعظمي وايي، د افغانستان د سولې عالي شورا موجودیت سمبولیکه بڼه لري او ډېری کارونه يې نمایشي او بې ګټې دي.

ښاغلی اعظمي وايي، د افغانستان د سولې عالي شورا د وسله والو مخالفینو او نورو ډلو لپاره اعتمادي مرکز نه دی، نو ښه به وي چې د افغانستان د سولې موضوع د يوې سیمه ییزې اجماع له لارې مطرح شي.

راپور: واصل وصال