د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د ننګرهار دیني علماو یو وار بیا پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ


په ننګرهار ولایت کې په لسګونو ديني علماو د يوې پراخې غونډې له لارې د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې د هېواد د ګټو په خاطر دې د سولې پروسې سره يو ځای شي.

په دې غونډه کې د ننګرهار د حج او اوقاف رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل په هېواد کې روانه جګړه د نورو ملکونو د ګټو لپاره ده او په دې جګړه کې يوازې افغان ولس او دا خاوره قرباني کېږي.

نوموړي وويل هر هغه څوک چې د جهاد په نوم له روسانو مرسته اخلي هغوی د خپل مجاهد ولس د وينو سره خيانت کوي:

"هغه چا چې زموږ پلاران يي وژلي، ژوندي يي ښخ کړي دي، هغه چا سره چې ستا پلار جهاد کولو ته اوس د هماغه روسانو په غيږ کې پریوزې او د جهاد په نوم ترې پیسې اخلې."

ښاغلي حقاني وويل د هېواد اوسنی وضعيت سولې ته اړتيا لري او په خبره يي ټول ديني علما پر دولت او د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ کوي چې د سولې لاره غوره کړي:

"موږ ټول علما د سولې او یوالي غوښتوونکي یو طالبانو نه غواړو چې راشي سوله وکړي او له حکومت نه هم غواړو چې يووالی وکړي."

په دې غونډه کې یو شمېر ديني علماو وويل دواړه غاړې دي د یو او بل سالمې غوښتنې ومني او د يووالي پر ټغر سره راټول شي.

دوی وايي، که هره غاړه د سولې خبرو سره مخالفت کوي نو هغوی به ولسي ملاتړ له لاسه ورکړي:

"مولوی عيزت الله: که حکومت زموږ خبره نه مني موږ ترې خپل بچي کينوو او که چيرې طالبان زموږ د سولې غوښتنه نه مني نو بیا موږ ټول علما پر ولس دا غږ کوو چې دا جهاد نه دی جګړه ده د همدې جکړې له امله زموږ د دهقانانو حاصلات ټول شو د عشر په نوم باندې نور دا حالت نشو زغملی.

مویو غفار: کله چې یووالی په دې ملک کې راغی شاید موږ ددې ناخوالو نه خلاص شو موږ ټول دیني علماو پر ټول باندې غږ کوو چې سوله او يوالی وکړي"

له دې وړاندې هم ديني علماو په وار وار دې ته ورته غونډې جوړې کړي او د دولت پر وسله والو مخالفينو يې غږ کړی چې د سولې پروسې سره يو ځای شي.

د خپرو شويو ریپوټونو له مخې که څه هم افغان حکومت څو ځلې د وسله والو طالبانو سره په قطر کې د خبرو اترو لړۍ پيل کړې خو تر اوسه دې خبرو غوڅه پایله نه ده روښانه شوې.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG