د ناټو ویاند: داعش کمزوری شوی او افغان ځواکونه پیاوړي شوي

د ناټو په باور د افغانستان ځواکونه روان کال د جګړې په موسم کې د تېرو دوو کلونو په پرتله پياوړي شوي دي او د افغانستان د حکومت مخالف وسله‎وال‌یې نه‌دي پرېښي چې مهمې سیمې لاندې کړي.

د ناټو ویاند ویلیم سالوېن په ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته د دوو ولایتونو مثال ورکړ او ویې‌ویل:

"زما په فکر موږ په کندز کې وضعیت ته ګورو چې د تېرو دوو کلونو په پرتله ډېر ښه دی، په هلمند کې وضعیت ته ګورو چې هلته هم دغه د جګړې په موسم کې تر تېر کال ښه دی."

له افغانستانه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر وروستیو محارب بهرني ځواکونه ووتل او اوس شااوخوا ۱۳۰۰۰ بهرني پوځیان شته چې یوه برخه‌یې د غوڅ ملاتړ د مأموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنه کوي او هغوی ته سلا مشوره ورکوي.

له افغانستانه د ۲۰۱۴ میلادي کال تر وروستیو محارب بهرني ځواکونه ووتل.

یو شمېر بهرني پوځیان له افغان ځواکونو سره په ځینو مواردو کې په هوایي بمباریو کې مرسته کوي.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې داعش پیاوړی شو.

د ناټو ویاند ویلیم سالوېن پر دې خبرې له ټینګار سره چې داعش ډله کمزورې شوې ده وویل:

"په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د داعش تر ۳۰۰۰ ډېر وسله‎وال وو اوس دا شمېره نېږدې زرو ته راکمه شوې ده او موږ به پر دې ډلې فشار ته تر هغو دوام ورکړو چې دوی د افغانستان خلکو ته تهدید نه‎وي."

په افغانستان کې د داعش حضور ته روسیې اندېښنه ښکاره کړې ده.

حتی داسې راپورونه خپاره شوي دي چې ښایي روسي ځواکونه د داعش پر ضد په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي، خو د ناټو ویاند وایي چې دې ته اړتیا نه‌شته او د داعش پر ضد افغان ځواکونه د نړیوالو ځواکونو په مرسته خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې د دې هڅو په ترڅ کې نېږدې درې اوونۍ مخکې په کونړ کې د هوایي بمبارۍ په ترڅ کې د داعش مشر ابو سعید ووژل شو، تر ده مخکې د داعش مشر عبدالحسیب د اپرېل په میاشت کې وژل شوی و او د دې ډلې یو بل مشر حافظ سعید هم د هوایي برید پر مهال په افغانستان کې وژل شوی دی.

ویلیم سالوېن بیا وویل چې دا د مسکو تېروتنه ده چې د داعش د ځپلو لپاره طالبانو ته نېږدې شوی دی او فکر کوي چې له دې لارې به د داعش مخه په افغانستان کې ونیسي.

ښاغلي سالوېن زیاته کړه:

"موږ ښکاره وینو چې روسیه له طالبانو سره خبرې کوي، دوی طالبانو ته بلنه ورکړه چې مسکو ته ورشي چې د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي. موږ په دې باور یوو چې طالبانو ته داسې اهمیت ورکول، هغې ډلې ته چې د دې هېواد د قانوني حکومت پر ضد جګړه کوي، ناسمه هڅه ده، که روسیه په افغانستان کې سوله غواړي باید د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي، ځکه چې همدا حکومت دی چې له طالبانو سره جګړه کوي او د داعش پر ضد جنګېږي. "

که څه هم ناټو د افغان ځواکونو د پیاوړتیا ستاینه کوي، خو روانه اوونۍ د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار په یوه راپور کې د افغان ځواکونو تلفاتو ته اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر دوه نیم زره ډېر سرتېري وژل شوي دي.