ازاد: ولسمشر غني او پنس پر امنیتي پلان او بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې

ولسمشر غني د افغان ځواکونو د څلور کلن امنیتي پلان سربېره د بېلابېلو مسایلو په اړه د امریکا له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي دي.

ارګ ماڼۍ وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د امنیتي پلان او نورو مسایلو په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره د ویډیو کنفراس له لارې تفصلي خبرې کړي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړو خواوو د څلور کلن امنیتي پلان، اداري فساد سره د مبارزې، اصلاحاتي پلانونو له ترورېزم سره د مبارزې او د سیمې د امنیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

نجیب الله ازاد

نوموړي زیاته کړه:

"په دغه ویډیو کنفراس کې پر امنیتي پلان بحث وشو او ترڅنګ یې په امنیتي سکټور کې د ژمنو په پراختیا چې دواړه هېوادونه یې په خپلو کې لري،د امریکا د مرستیال ولسمشر له لورې دا ژمنه وشوه چې د امریکا خلک او حکومت به ترهغې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي تر کومه چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي ټینګ شوی."

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې د امنیتي پلان په اړه د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي چې په دې وروستیو کې طالبانو په دغه هېواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تبسم: په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې ۱۶ پاکستانۍ ملېشې وژل شوي

شکیبا هاشمي: طالبانو په کندهار کې د ملي اردو ۳۰ سرتېري له ځان سره وړي

سرچینه: د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د طالبانو حملې ۳۰ سرتېري وژلي

چارواکي: د فاریاب کوهستان او د غور تیوره ولسوالۍ طالبانو نیولي

د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسیدلې

د افغان امنیتي ځواکونو څلور کلن امنیتي پلان تر ډېره د دوی پر تجهیز ورټول دی چې څه موده وړاندې دفاع وزارت دغه پلان د بروکسل کنفراس ته هم وړاندې کړ.

د یاد پلان له مخې تر راتلونکو څلورو کلونو باید تر ډېره د هوايي ځواک په برخه کې د افغان ځواکونو ستونزه حل او دغه شان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرمختللو وسلو سمبال شي.

رادمنش: د کومانډو او هوايي ځواک پیاوړتیا سره کولای شو ستر بري ته ورسېږو

بروکسل کې د افغان هوایي او کومانډو ځواکونو پر پیاوړتیا خبرې کېږي

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ته په کتو له امریکا غواړي چې له افغان ځواکونو سره دوامداره همکاري وکړي.

باري عارض

د پوځي چارو کارپوه باري عارض په دې اړه وايي:

"په ټولو برخو کې د امریکا مرسته مهمه ده خو په ځانګړې ډول د هوايي ځواک پیاوړي کول ډېر مهم دي، ځکه تر دې دمه جګړه داسې پرمخ وړل شوي چې ګواکې هوايي ځواک بیخې نشته."

د ښاغلي عارض په خبره په افغانستان کې د جګړې پېلچلیتا ته په کتو، دا د امریکا د متحدو ایالتونو اخلاقي مسؤلیت جوړېږي چې افغان ځواکونه په دغه جګړه د بریا په هدف ښه سمبال او دوامداره ملاتړ ترې وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس