د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

بروکسل کې د افغان هوایي او کومانډو ځواکونو پر پیاوړتیا خبرې کېږي


په بروکسل کې نن پنجشنبه د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان امنیتي وضعیت څېړل کېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان استازیتوب د ملي دفاع سرپرست وزیر جنرال طارق‌شاه بهرامي کوي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم بروکسل ته رسېدلی دی.

د ناټو غړي هېوادونه او متحدان به‌یې په دې ناسته کې د افغان ځواکونو د پیاوړي کېدو پر لارو چارو وغږېږي.

ټاکل شوې ده چې نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو دفاع وزیران، د ناټو د هغو متحدانو استازي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې پوځیان لري او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر جنرال طارق‌شاه بهرامي برخه واخلي.

تر غونډې مخکې د ناټو له عمومي منشي سره امریکایي "سي. اېن. بي. سي" ټلوېزیون مرکه خپره کړه.

په دې مرکه کې ینس سټولټنبرګ وویل چې د دفاع وزیرانو په غونډه کې به افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو په برخه کې وروستۍ پرېکړه ونه‌شي.

سټولټنبرګ: افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو په برخه کې به وروستۍ پرېکړه ونه‌شي.
سټولټنبرګ: افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو په برخه کې به وروستۍ پرېکړه ونه‌شي.

نوموړي وویل:

"موږ به په افغانستان کې د ځواکونو د کره شمېر په اړه دلته په بروکسل کې د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرې وکړو. خو زه هیله نه‌لرم چې وروستۍ پرېکړه به وشي. موږ یوازې د پاتې کېدو پر امکاناتو فکر نه‌کوو، ځکه چې موږ په افغانستان کې خپل ځواکونه ساتو او هلته خپل حضور پراخوو."

سټولټنبرګ زیاته کړه چې ډېر تمرکز به د افغانستان د کومانډو ځواکونو پر روزنه وشي، همداراز به د افغانستان د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

افغانستان شااوخوا ۱۷۰۰۰ کومانډو ځواکونه لري چې د افغانستان د حکومت د امنیتي پلان له مخې به د دې سرتېرو شمېر دوه برابره شي.

وروسته تر دې چې امریکايي پوځي چارواکو افغانستان ته د نورو پوځیانو د لېږلو د اړتیا خبره وکړه، د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو ژمنه وکړه چې افغانستان ته به نور پوځيان واستوي.

واشنګټن به ښایي افغانستان ته د نورو پوځیانو شمېر په خپله ستراتېژي کې مشخص کړي.

ټاکل شوې ده چې د جولای میاشتې په ترڅ کې د افغانستان لپاره خپله دغه ستراتېژي اعلان کړي.

امریکايي رسنۍ افغانستان ته له درېیو تر پنځو زرو نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو خبر ورکوي، خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي چې د ناټو راتلونکی مأموریت به په افغانستان کې محارب نه‌وي او د ناټو ځواکونه به یوازې افغان ځواکونه روزي، هغوی ته به سلا مشوره ورکوي او ملاتړ ته به‌یې دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG