ټرمپ څه ډول د افغانستان جګړې ته چې د امریکا ګرانه جګړه ده، ژمن دی؟

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې په یوه نادره غونډه کې چې د هغه د ملي امنیت د ټيم ټول غړي حاضر وو، د افغانستان پر موضوع خبرې وکړې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د راتلونکو هڅو په اړه خبرې وشوې او اساسي پوښتنه پر دې څرخېده چې ولسمشر په څه ډول دغې جګړې ته چې د امریکا تر ټولو اوږده او ګرانه جګړه ده، ژمن دی؟

ټرمپ چې په جنوري کې د ولسمشر په توګه د کار له پیلېدو راهیسې یې د دغې جګړې په اړه ډېر څه نه‎دي ويلي، خو په دې اړه چې دغه هېواد په څه ډول امن کېدای شي او د وسله‎والو طالبانو د تحرکاتو مخه نیول کېدای شي په دې وروستیو اوونیو کې د دفاع وزارت یا پنټاګون، د بهرنیو چارو وزارت او د سپنې ماڼۍ چارواکو وېشلې خبرې درلودې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

یو شمېر اوسنیو او پخوانيو امریکایي چارواکو چې نومونه‌یې نه‎دي ښودل شوي، واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د چهارشنبې د ورځې دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې ولسمشر د افغانستان لپاره د نوې پالېسۍ په اړه نهایي پرېکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ څه باندې یوه میاشت مخکې د دفاع وزیر جېمز مټېس ته صلاحیت ورکړی و چې شااوخوا ۳۹۰۰ نور امریکایي سرتېري افغانستان ته واستوي، خو مټېس تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه‎ده کړې.

امریکایي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې مټېس تر هغو چې د افغانستان په اړه ستراتېژي نهایي شوې نه‎وي، نه‌غواړي افغانستان ته نور سرتېري ولېږي.

یوه امریکایي چارواکي چې په دې اړه د ټرمپ د ادارې په داخلي بحث کې ګډون کړی ویلي، مټېس له احتیاطه کار اخلي او تر اوسه نه‎دی متقاعد چې ایا له ستراتېژیک پلوه به دا منطقي وي چې هلته نور ځواکونه واستول شي او په دې هم نه‎دی ډاډه شوی چې د سرتېرو د استولو نهایي پرېکړه به دی کوي که ولسمشر؟

دغو امریکایي چارواکو دغه‌راز ویلي چې د سپینې ماڼۍ په غونډه کې ډېر پر دې تمرکز نه‌و شوی چې په افغانستان کې دې د امریکایي ځواکونو شمېر څومره وي بلکې پر سیمه‎ییزه ستراتېژي په تېره د پاکستان په اړه چې طالبانو ته‌یې امن ځایونه ورکړي په ستراتېژۍ بحث وشو.

په اوس وخت کې شااوخوا اته نیم زره امریکایي ځواکونه په افغانستان کې دېره دي.