د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

په افغانستان کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د امریکا هوايي حملې ډېرې شوي


امریکا حملات هوایی علیه مخالفین در افغانستان را شدت بخشیده‌است
امریکا حملات هوایی علیه مخالفین در افغانستان را شدت بخشیده‌است

په افغانستان کې روان کال د امریکایي ځواکونو هوایي بریدونه زیات شوي دي.

د یوه نوي راپور له مخې د روان کال د بریدونو شمېره د ۲۰۱۲ کال د بریدونو شمېرې ته نېږدې شوې ده، هغه مهال په افغانستان کې ۸۰ زره محارب امریکایي پوځیان دېره وو.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ وایي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په افغانستان کې بمبارۍ زیاتې کړې دي.

د راپور له مخې د جنوري له میاشتې د جون تر میاشتې امریکایي الوتکو پر طالبانو او داعش د توغندیو او بمونو ۱۶۳۴ بریدونه کړي دي.

دا شمېره د تېر کال له پیله تر پایه د ترسره شویو هوایي بریدونو دوه برابره ده.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، کله چې روان کال طالبانو د منصوري په نوم د عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ، له امریکایي ځواکونو مو وغوښتل چې د ترهګرو پر مرکزونو بمباري وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"په ځینو مواردو کې په سمڅو او ژورو زیرزمینیو کې د دښمن د مرکزونو د له‎منځه وړلو لپاره موږ د امریکا د متحده ایالاتو له ټکنالوژۍ یعنې د دوی له الوتکو استفاده کوو."

د امریکایي ځواکونو له لوري چې کومه شمېره د سې شنبې په ورځ خپره شوه، په هغې کې یوازې د توغندیو او بمونو شمېره یاده شوې ده او د الوتنو شمېر ته‌یې اشاره نه‎ده کړې.

جنرال رادمنش وایي، د امریکایي هوایي ځواکونو د مرستې له امله روان کال افغان ځواکونه برلاسه شوي دي.

نوموړی وايي:

"د امریکا له متحده ایالاتو سره په همغږۍ چې له موږ سره‌یې په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او نوي تجهیزات‌یې راسپارلي او اوس نوې الوتکې لرو، خو بیا هم دوی له موږ سره د دښمن د کلکو مرچلو په له‌منځه وړلو کې له موږ سره همکاري کوي او دا همکاري د دې باعث شوې ده چې موږ د افغانستان په جغرافیه کې بر لاس ولرو."

​په افغانستان کې د هوایي بریدونو له شدت سره ملکي تلفات هم زیات شوي دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې د تېر کال په پرتله روان کال د هوایي بریدونو پر مهال ملکي تلفات ۴۸ په سلو کې زیات شوي دي.

خو جنرال رادمنش ټینګار کوي چې یوازې د طالبانو او داعش پر لیرې پرتو سنګرونو د بریدونو پر مهال له امریکایي الوتکو مرسته غواړي او تر وسه هڅه کوي چې ملکیانو ته مرګ ژوبله وانه‌وړي.

XS
SM
MD
LG